شننه؛ ایا طالبان د دې اراده او توان لري، چې د ترهګریزو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي؟
د افراطیت او تروریزم د ودې لاملونه؛
که څه هم د ترهګریزو ډلو شتون یوازې په افغانستان کې نه دی او اصلي مرکزونه یې په پاکستان، ایران، منځني ختیځ، افریقا او نورو هېوادونو کې دي؛ خو د طالبانو له راتګ سره ټولو افراطي او ترهګریزو ډلو ته انګېزه ورکړل شوه، چې د خپلو موخو لپاره مبارزه ګړندۍ کړي.
په افغانستان، سیمه او نړۍ کې سیالي او رقابتونه، بیوزلي، خرابه حکومتولي او د دیکتاتوري افراطي رژیمونو شتون، د تروریزم او افراطیت لپاره زمینه برابره کړې ده.
بل پلو؛ د تروریزم او افراطیت په ضد مبارزه کې سیمه او نړۍ همغږې هم نه ده. هغه هېوادونه لکه؛ ایران او پاکستان چې افراطي او ترهګریزې ډلې د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره استعمالوي، دا ډلې یې په ښو او بدو ډلو ویشلې دي.
په دې توګه د یوه هېواد ښه ډله د بل هېواد لپاره بده ډله ده.
د افغانستان اوسنی وضعیت؛
اوس پوښتنه دا ده، چې ایا طالبان له ترهګریزو او افراطي ډلو سره د مبارزې توان او اراده لري او که نه؟
د طالبانو په هکله د نړۍ د امنیتي چارو شنونکو نظریات سره توپیر لري.
ځیني په دې عقیده دي، چې طالبان له نورو افراطي او ترهګریزو ډلو سره په کلونو یو ځای همسنګره پاتې شوي او ستونزمنه ده، چې دوی د خپلو همسنګره فکري ملګرو څخه ځانونه جدا کړي.
له دې امله طالبان د دې اراده نه لري، چې د دغه افراطي او ترهګریزو ډلو په وړاندې وجنګیږي او هغوی له افغانستانه وباسي.
یو مشهور متل دی، چې وایي؛ په ناولو اوبو ناولتیا نه پاکیږي، نو همدا شان افراطیت هم په افراطیت له منځه نشي تللی.
که یوه افراطي ډله د بلې افراطي ډلې په وړاندې تقویه شي، افراطیت له منځه نه شي تللی او په اخر کې بیا له افراطي دلې سره مبارزه اړینه ده.
ښه مثالونه د مجاهدینو تقویه کول وو، چې طالبانو له منځه یوړل خو د طالبان په رامنځته کېدو سره افراطیت ختم نه شو بلکې نور هم تقویه شو.
که د مثال په توګه دا وګڼو، چې د طالبانو مشران د دې اراده لري چې د افراطي او ترهګریزو ډلو مخه ونیسي، خو ټيټ پوړي طالبان بیا له دغه ترهګریزو ډلو سره نه شلیدونکي اړیکې لري.
دا ترهګریزې او افراطي ډلې کولی شي، چې د طالبانو ټيټ پوړي د خپلو مشرانو په وړاندې استعمال کړي.
د طالبانو روزونکي افراطي ډلې د طالبانو په منځ کې خورا زیات نفوذ لري او د دوی په نبض پوهیږي، چې څنګه دوی له خپل ځان سره متحد کړي.
له همدې امله طالبان د دې توان او ظرفیت هم نه لري، چې د ټولو افراطي ډلو او د خپل همسنګر په وړاندې ودریږي.
په تېرو څو لسیزو کې طالبانو او د هغوی روزونکو افراطي ډلو ته د پان اسلامیزم او تر یوم القیامه پورې د جهاد کولو انګیزه ورکړې ده، تر څو د خدای دین او حاکمیت په ټوله نړۍ کې حاکم کړي.
په دې توګه افراطي او ترهګریزې ډلې لکه؛ داعش، القاعده، د پاکستان اسلامي تحریک، لښکر طیبه، د ازبکستان اسلامي تحریک، د شرقي ترکستان اسلامي تحریک، حزب تحریر، فاطمیون، جندالله او نور چې له بېلابېلو هېوادونو تمویل او تجهیز کیږي، جلا موخې لري او که طالبان په یوه ډله فشار راوړي نو بله ډله د نورو سره یو ځای کیږي او د طالبانو په وړاندې مقاومت کوي.
دا ولیدل شوه، چې طالبان ادعا کوي د داعش په وړاندې مبارزه کې دوی جدي دي، ځکه له دوی سره فکري اختلاف لري، خو د داعش په نوم ډله له یو څه چوپتیا وروسته دا دی بیا سر راپورته کړی دی.
په کندهار، روسیه او ترکیه کې د دوی وروستيو بریدونو وښودله چې دوی بیا منظم شوي دي، خو فکر نه کوم چې دا بریدونه د داعش په نوم ډلې یوازې تر سره کړې وي، بلکې د نورو افراطي او ترهګریزو ډلو افراطي کسان له دوی سره اړیکي نیولي او یو ځای شوي دي، تر څو دا ډول پیچلي بریدونه وکړي.
بل پلو؛ په عمل کې هم داسې نښې او نښانې نه ښکاري چې طالبان دې د افراطي او نورو ترهګریزو ډلو په وړاندې د مبارزې نیت ولري، ځکه طالبانو د عصري تعلیمي نظام په بدلولو او ړنګولو پيل کړی او پر ځای یې پوځي او د نورو مدرسو د جوړېدو او پراختیا ته زور ورکړی دی.
په لسګونه زره هلکان دغو مدرسو ته ځي، د سیاسي، اقتصادي او تعلیمي سیستمونو ویجاړول او له منځه وړل بیوزلي رامنځته کوي او بیوزلي خپله په اوږدمهال کې د تروریزم او افراطیت ودې ته زمینه برابروي.
په دې توګه په اوږمهال کې به ترهګریزو، افراطي او جنایي ډلو ته د ګومارنې او سون توکو کمبود نه وي.
حل لار؛
د داخلي مشروعیت او حکومتولۍ په اړه د طالبانو مشران سره د نظر اختلاف لري.
د طالبانو زیات شمېر مشران په دې عقیده دي، چې د داخلي مشروعیت او له نړۍ سره د مثبت تعامل لپاره باید زمینه برابري، خو د دوی په منځ کې د افراطي ملایانو نفوذ او قوت زیات دی او نشي کولی چې د هغوی په وړاندې ودریږي.
د بېلګې په توګه د نجونو د ښوونځیو د بندولو په موضوع کې ولیدل شوه، چې د طالبانو مشران سره د نظر اختلاف لري.
افراطي ملایان چې مرکز یې په کندهار کې دی، زیات په واک کې دي.
د کابل د موقتې ادارې اکثره وزیران چې د کندهار له پرېکړو سره همغږي نه دي، نه شي کولی چې د هغوی په وړاندې ودریږي او د کندهار له مشرانو سره ډغرې ووهي.
دا د نظر اختلاف به نور هم زیاتیږي، ځکه اصلي فشار د حکومتولۍ او د افغانستان د ولس د کابل په موقته اداره کې دی، خو د موقتې ادارې د اکثره خدماتي او کلیدي وزارتونو مشران چې د ولس او له نړۍوالو سره په اړیکه کې دي، ډېر څه په واک کې نه لري او لویې پرېکړې نشي کولی.
ډېری دوستان چې کابل ته تګ او راتګ کوي، هغوی وایي چې د طالبانو ډېر لوړپوړي چارواکي د خپلو افراطي مشرانو د نظریاتو سره موافق نه دي.
که دا ومنو چې طالبان د افراطي او ترهګریزو ډلو د فعالیتونو د مخنیوی اراده لري؛ خو دوی د دې ظرفیت نه لري، چې له ټولو ډلو سره مبارزه وکړي سمه ده، خو له دې ډلو سره مبارزه د ولس له ملاتړ پرته ناشونې ده.
د ولس ملاتړ یوازې هغه وخت تر لاسه کېدای شي، چې یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام په افغانستان کې رامنځته شي، چې حکومت ولس ته مسووله وي او ټولو ته خدمات د قانون په چوکاټ کې وړاندې کړي، داسې نه وي چې ملاکراسي حاکمه وي او ولس په پرېکړو کې هیڅ رول ونه لري.
له بده مرغه طالبانو د نظام د داخلي مشروعیت لپاره یو قدم هم نه دی پورته کړی او که وضعیت همداسې دوام وکړي، طالبان به په افغانستان کې د نورو د ګټو لپاره د نویو نیابتي جګړو او رقابتونو لړۍ ته زمینه برابره کړي، چې مسوولیت به یې د طالبانو په غاړه وي.
په دغه نیابتي جګړو او رقابتونو کې د افغانانو خیر نه شته.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.