د طالبانو کډوالو وزارت: له پاکستان څخه باندې دوه سوه افغان کډوال راستانه کړل شوي

AP ۱۴۰۳ وری ۱۹

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان څخه ۲۳۱ افغان کډوال په جبري ډول راستانه کړل شوي.

دغه کډوال د ډیورنډ کرښې سپین بولدک او تورخم په لارو له پاکستانه راستانه شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د یکشنبې ورځ د (وري ۱۹مه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۹ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې د وري ۱۸مه نېټه هېواد ته په زور راستنې کړل شوې دي.

دغه وزارت وايي، په همدې نېټه بیا د کندهار ولایت د سپین بولدک له پاکستان څخه ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۹ تنه کیږي په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.

همدارنګه د طالبانو کډوالو وزارت وايي چې د وري میاشتې په ۱۸مه نیټه له پاکستانه هغه ۳۳ تنه زنداني افغان کډوال چې تازه راخوشې شوي وو هیواد ته رستانه کړل شوي.

کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او د کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.

ويل کیږي، په دغو کډوالو کې یو شمېر چې وړ پیژندل شوي ورسره ځینې نغدي او روغتیايي مرستې هم شوې دي.

د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ۱۴۰۲ کال کې له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته یونیم ميلیون کډوال راستانه شوي دي.

په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳ زرو او ۵۰۶ ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.

نور خبرونه

رادیو