ډبلیو اېف پي: په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ناروغان د تېرکال پرتله درې برابره زیات شوي

AP ۱۴۰۳ وری ۱۸

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، افغانستان کې د خوارځواکۍ په کلینیکونو کې د تېرکال پرتله د ناروغانو په شمېر کې درې برابره زیاتوالی راغلی او دغه وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.
دغه پروګرام په اېکس پاڼه لیکلي، د مرستو کمېدل یو له هغو لاملونو څخه دی چې د دغو شمېرو په زیاتوالي کې یې مرسته کړې.

دغه پروګرام د خوارځواکۍ د یوه کلینیک د روغتیاپالې یو ویډیويي کلېپ خپور کړی.
نوموړې په دغه ویډیویي کلېپ کې وایي، په تېرو دوو کلونو کې ان د مېرمنو اروایي حالت ښه نه وو او د خوارځواکۍ د ناروغانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.
هغه وایي:« موږ ته راغلې دېرې مېندې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.»
هغه وایي، د خوارځواکۍ د ناروغانو شمېره دومره لوړه ده چې ان په کلینیکونو کې ورته کافي ځای نه لري.
هغه وایي، په ټوله کې د دغو ناروغانو پنځوس سلنه وضعیت کړکېچن دی.
دغه پروګرام وړمه ورځ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و، چې په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب بحران لاهم دوام لري.
په راپور کې راغلي و، چې په افغانستان کې ۱۵.۸ مېلیونه وګړي (نږدې ۴۰ سلنه نفوس) د ۲۰۲۳ کال له نوامبر څخه تر ۲۰۲۴ کاله پورې د خوراکي توکو د خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ دي.
په افغانستان کې د خوړو نړۍوال سازمان د تغذیې برخې مشرې مونا شیخ هم تر دې وړاندې ویلي و:« له بده مرغه سږکال موږ د لوړې شمېرې وړاندوینه کوو، چې په افغانستان کې به ۳ مېلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.»
هغې په خپل یوه ویډیویي پیغام کې ویلي و، چې له دغې ډلې څخه به یوازې له ۱.۶ مېلیونه کسانو سره مرسته وشي کړای.

نور خبرونه

رادیو