شنبه‌های ارغواني غورځنګ: موږ د طالبانو پر زندانونو د څارنې غوښتونکې یو

AP ۱۴۰۳ وری ۱۸

شنبه‌های ارغواني غورځنګ د منیژې صدیقي د وروستي اعتراف په غبرګون کې ویلي، چې دوی د طالبانو پر زندانونو د څارنې غوښتونکې دي.

دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې له‌خوا له منیژې صدیقي څخه د جبري اعتراف اخیستل په خپله د دغو مېرمنو رواني او اروایي ربړونه ده.

د دوی په وینا طالبان هماغه پخواني طالبان دي او په تېرو درېیو کلونو کې یې د سلګونه مدني فعالینو، خبریالانو، د پخواني حکومت پوځیانو، بې ګناه خلکو په نیونې او ان جنسي ربړوونې سره بې شمېره جنایتونه ترسره کړې دي.
دوی وایي، د طالبانو ډله خپل نیوکه کوونکي واجب القتل ګڼي او ان د خپل ځان پر وړاندې د نیوکې اورېدو توان نه لري، چې په تېرو ورځو کې یې د خپلې ډلې یو غړی د نیوکې له امله نیولی هم دی.
دوی وایي، طالبان د دې پر ځای چې د خپلو جنایتونو په اړه ځواب ووایي؛ دغه ډله برعکس له بندیانو او په ځانکړې توګه له ښځو جبري اعترافونه اخلي.
دغه غورځنګ زیاته کړې، چې د دغې ډلې له‌خوا له منیژې صدیقي څخه د جبري اعتراف اخیستل په خپله د دغو مېرمنو رواني او اروایي ربړوونه ده، چې هڅه کوي د افغانستان د خلکو او معترضو مېرمنو په منځ کې ترهه خوره کړي.
د دوی په وینا، له یوې زنداني مېرمنې په زوره د اعتراف اخیستل د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف کړنه ده؛ چې یوازې له دغې ډلې د داسې کړنو تمه کېدای شي.
خبرپاڼه کې راغلي:« له هغه ځایه چې اغلې منیژه صدیقي له تېرو شپږو میاشتو د طالبانو په بند کې ده، طبیعي خبره ده چې د خپل خلاصون لپاره یې د طالبانو خبرې منلې دي.»
دوی د طالبانو د دغې کړنې په غبرګون کې د « د طالبانو زندانونه د انسانونو د ربړوونې ځای، د طالبانو زندانونه د ښځو د ربړوونې ځای» تر شعار لاندې د طالبانو د زندانونو د څارنې او د سیاسي بندیانو، خبریالانو، پخوانیو پوځیانو، مدني فعالانو او د بشري حقونو فعالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
دوی په دې باور دي، چې د طالبانو په زندانونو کې داسې ښځینه معترضې، سیاسي او مدني فعالان هم بندیان دي چې لاتراوسه یې نومونه رسنیز شوي نه دي.

نور خبرونه

رادیو