طالبان: تر ۲زرو ډېر کډوال له ایران او پاکستانه په جبري توګه او خپله خوښه راستانه شول

AP ۱۴۰۳ وری ۱۸

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې له دوه زرو ډېر کډوال له ایران او پاکستانه په جبري توګه او خپله خوښه راستانه شول.
دغه وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې یوازې له ایرانه ۲۲۵۵ افغان کډوال په جبري توګه او خپله خوښه هېواد ته ستانه شول.

د هرات ولایت د اسلام کلا د سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، د راستنو شویو کسانو له ډلې ۴۶۳ یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ور وپېژندل شول.
‏د دغه امریت په وینا، په راستنو شویو کسانو کې ۲۱ تنه بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنۍ پېژندلو لپاره وار چایلډ موسسې ته وسپارل شول.
ورته مهال د دغه وزارت له یوه بل خبر له مخې، له پاکستانه څه باندې ۳۰۰ کډوال په جبري توګه هېواد ته ستانه کړای شول.
دغه وزارت لیکلي، چې د وري په ۱۶مه او ۱۷مه د تورخم او سپین بولدک له لارې ۳۴۷ تنه افغان کډوال ستانه کړای شوي دي.
د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، دغه ۵۱ کورنۍ چې ټولټال ۲۳۴ کسان کېږي د تورخم له لارې ستنې شوې او تر ستنېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوې دي.
‏له بل پلوه بیا د سپین بولدک د سرحدي امریت د مالوماتو له مخې، ۲۱ کورنۍ چې ټولټال ۱۱۳ کسان کېږي د سپین بولدک له لارې تر راستنېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان، د خوړو نړۍوال پروګرام او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته ور پېژندل شوې دي.

نور خبرونه

رادیو