فرانسې د ښځو سنګسارولو او هغوی ته د بدني ربړونې په اړه د طالبانو پرېکړه غندلې

AP ۱۴۰۳ وری ۱۸

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو مشر ته منسوب شوې خبرې چې وايي، له دې وروسته به ښځې سنګسارېږي او بدني سزاوې به ورکول کېږي غندلې دي.
دغه وزارت په یوه بیان کې له طالبانو غوښتي، چې د ښځو ځپل او له ټولنې د هغوی لرې کول دې نور ودروي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ښځو د سنګسارولو په برخه کې د طالبانو «وحشتناکه» پرېکړه د هغې لړۍ یوه بله برخه ده چې طالبانو د مېرمنو له حقونو او د هغوی د ازادیو د مخنیوي لپاره لا له وړاندې پلې کړې ده.
فرانسې ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا سره په ګډه په دې دریځ ولاړ دي چې له طالبانو سره د تعامل لپاره تر هر څه وړاندې د ښځو حقونو مراعتول د دوی لومړنی شرط دی.
د طالبانو مشر په وروستیو څرګندونو کې چې د ده له ادرسه خپرې شوې، «په افغانستان کې د شرعي حدودو» پلې کول غوښتي.
هبت‌الله اخندزاده ویلي:« سبا ته به موږ ښځې د خلکو په مخکې سنګساروو او په دورو به یې وهو. دغه ټولې چارې ستاسې د ډیموکراسۍ پر خلاف دي.»
د طالبانو مشر ویلي، پر کابل د دوی له واکمنۍ سره کار پای ته نه دی رسېدلی؛ بلکې نوی پیل شوی دی.
دغه څرګندونې د خلکو او د بشري حقونو د فعالانو له توندو غبرګونونو سره مخامخې شوې دي.
طالبانو د نږدې درېیو کالو په واکمنۍ کې داسې تګلارې پلې کړې، چې له مخې یې ښځې له ژوند کولو، کار کولو، زده‌کړو او ټولنې څخه ګوښه کړای شوې دي.
د طالبانو مخالفین او د بشري حقونو ګڼ کارپوهان د طالبانو دغه سیاستونه د «جنسیتي توپیر» بېلګه ګڼي.

نور خبرونه

رادیو