په کابل کې د طالبانو له زندانه درې معترضې خویندې او ورور خوشي شوي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/836e155d86c4370fcc645b42af0ea3416a82b1a2-720x971.jpg?rect=0,247,715,402&w=1763&h=992&fit=crop&auto=format)
د رضايي کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د دې کورنۍ درې لوڼه او یو زوی یې د طالبانو له بنده خوشي شوي دي. ۲۵ کلنه ازاده رضايي، ۱۷ کلنه نادیه رضايي، ۱۴ کلنه الهه رضايي او د هغوی ۲۲ کلن ورور یحیا رضايي د کابل په لویدیځ کې کې نیول شوي وو.
د رضايي د کورنۍ د غړو په وینا، د دې کورنۍ څلور غړي د دوشنبې په ورځ د د وري په دیارلسمه له زندانه خوشي شوي دي.
دوی نه غوښتل د دغو څلورو کسانو د روغتیايي وضعیت په اړه وضاحت ورکړي.
د نیول شویو نجونو کورنیو ته نږدې سرچینو د چهارشنبې په ورځ د وري په ۹ مه، افغانستان انټرشنل ته وویل، چې وسله والو طالبانو د چهارشنبې په ورځ د وري د اتمې په شاوخوا شپږ بجې د دشت برچي په معرفت کوڅه کې د دوی پر کور چاپه واچوله او د دوی درې لوڼه او یو ورور نیولي دي.
تر دې مخکې طالبانو د ښځو د حقونو د دغو دریو فعالانو خور تمنا رضايي نیولې وه او ۲۹ ورځې وروسته یې خوشې کړې وه.