زهرا بلوڅ: هغه بهرنیان چې په ناقانونه توګه پاکستان کې مېشت دي، خپل هېواد ته دې ستانه شي

AP ۱۴۰۳ وری ۱۷

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، هغه بهرنیان چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې مېشت دي خپلو هېوادونو ته دې ستانه شي.
هغې تېره ورځ په خپلې اونیزې خبري ناسته کې وویل، چې په دې اړه پر يو شمېر اقداماتو غور او بحث روان دی.

نوموړې څرګنده کړې، چې د دغې تګلارې موخه یوازې افغانان نه؛ بلکې ټول هغه بهرنیان دي، چې په ناقانونه توګه په دغه هېواد کې مېشت دي.
هغې ویلي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت به ډېر ژر په دې اړه مالومات له رسنیو سره شریک کړي.
نوموړې د خپلو خبرو په لړ کې ویلي، چې په پاکستان کې پر چینایي وګړو د برید ملاتړي په افغانستان کې مېشت دي.
هغې له افغان طالبانو غوښتي، چې د ترهګرو پر وړاندې دې جدي ګامونه واخلي.
خو دوه ورځې وړاندې د ډان ورځپاڼې په خپور شوي راپور کې راغلي و، د سند حکومت پرېکړه کړې چې له ۶۷زره څخه د زیاتو راجستر شویو افغان کډوالو یا د (اې‌سي‌سي) لرونکو کارټونو کسان به له کوچني اختر وروسته خپل هېواد ته ستانه کړي.
په راپور کې راغلي و، د پاکستان دولت د دغه هېواد پولیسو ته ویلي چې د افغان کارت لرونکو کډوالو د اوسېدو سیمې دې ژر تر ژره مالومې کړي.

ورته مهال د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین عبدالرحمن راشد له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو ویلي، د کډوالو موضوع دوه اړخیزه ده او د دوی په اړه پرېکړې هم باید د دواړو هېوادونو په هوکړې سره وشي.

هغه زیاته کړې، چې د یوې ګډې تګلارې تر رامنځته کولو پورې دې افغان کډوال نه ځورول کېږي.

نور خبرونه

رادیو