افغان او ایرانۍ فعالانې د 'جنسیتي توپیر' د رسمیت پیژندلو لپاره ګډه جبهه جوړوي

AP ۱۴۰۳ وری ۱۷

یوه افغان معترضه هدا خموش وايي، ځینې افغان او ایراني فعالانو د "جنسیتي توپیر" د رسمیت پیژندلو لپاره ګډه غونډه وکړه.

د اغلې خموش په وینا، دغه ښځې پلان لري چې خپل لاریونونه همغږي کړي.

هغې نن په خپل اېکس کې په یوه یادښت کې لیکلي: "دا د ایراني او افغان میرمنو لومړۍ ناسته ده، چې هدف یې د جنسیتي تبعیض پای ته رسولو او دا اتحاد د یو واحد جنسه او نارینه ډلې طالبانو پای ته رسولو لپاره دی، چې په ښځو باندې ظلم کوي. ښځې دې غښتلې شي او د ایران چې د خلکو د ځپلو او زنداني کولو او په دار کولو هڅه کوي.

په هغه انځور کې چې هدا خموش د دې انلاین ناستې په اړه خپور کړی، لیدل کېږي، چې په دې غونډه کې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ او د ایران د اسلامي جمهوریت د اپوزیسیون فعاله مسیح علي نژاد هم حضور درلود.

تر دې مخکې مسیح علي نژاد د نوروز په مناسبت په یوه پیغام کې ۱۴۰۳ لمریز کال د جنسیتي تبعیض پر وړاندې د ایرانیانو او افغانانو د یووالي کال بللی و.

نور خبرونه

رادیو