د پاکستان د بشري حقونو په سلګونو فعالانو د افغان کډوالو د ویستلو دوهم پړاو وغنده

AP ۱۴۰۳ وری ۱۷

د پاکستان د بشري حقونو څه باندې ۳۰۰ فعالانو، مدني ټولنو، د پوهنتونونو استادانو او مدافع وکیلانو له دغه هیواده د افغان کډوالو د ویستلو د دویم پړاو په اړه د پاکستان پرېکړه وغندله. دغو فعالانو د کډوالو په اړه د پاکستان د حکومت پریکړه "غیر انساني او غیر قانوني" بللې ده.

دغو فعالانو د جمعې په ورځ، د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره د افغان کډوالو د ویستلو د دويم پړاو پيل د پاکستان د اساسي قانون خلاف او له يو شمېر نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه بللې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پاکستان حکومت د هغو ۸۰۰ زره افغان کډوالو نوملړ چمتو کړی، چې د کډوالۍ کارتونه لري او ټاکل شوې چې د وري میاشتې له ۲۷ نیټې وروسته یې په دوو اونیو کې له پاکستانه وباسي.

دغو فعالانو ویلي، چې د پاکستان سترې محکمې ته یې د افغان کډوالو د ناقانونه ویستلو د مخنیوي په خاطر مراجعه کړې، خو دغه محکمه چوپه خوله پاتې شوې ده.

دغو فعالانو ویلي، که څه هم پاکستان د کډوالو په اړه څو نړیوال کنوانسیونونه لاسلیک کړي، خو له خپلو نړیوالو مکلفیتونو یې اوږه خالې کړې ده.

دغه اعلامیه د ۳۱۳ پاکستاني فعالانو له خوا لاسلیک شوې ده. دوی د افغان کډوالو د جبري ایستلو د بهیر د بندیدو غوښتنه کړې او ویلي‌ یې دي، چې په دې اړه باید محکمه پریکړه وکړي.

په دغه هیواد کې د ناامنیو د زیاتیدو له امله د پاکستان پخواني او موقت حکومت د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ پیل کړه. اوس د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف حکومت د وري په ۲۷مه د افغان ګډوالو د ویستلو دوهم پړاو پیلوي.

د کډوالو د ویستلو په لومړي پړاو کې، پاکستان تر ۵۰۰ زره ډېر افغان کډوال له خپل هیواده افغانستان ته ستانه کړي وو.

نور خبرونه

رادیو