طالبان: تر دې دمه له ۹۲ زرو څخه زیاتې کورنۍ له پاکستانه په جبري توګه ستنې کړای شوې دي

AP ۱۴۰۳ وری ۱۶

د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ له پیل راهیسې تر دې دمه لس ګونه زره کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

په ننګرهار ولایت کې د کډوالو چارو ریاست د راپور پر بنسټ، د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ له پیل راهیسې تر دې دمه ۹۲زره او ۲۸۶ کورنۍ چې ټولټال ۵۳۵۵۶۲ کسان کېږي په جبري توګه ستنې کړای شوې دي.
دا لومړی ځل دی، چې طالبان د ستنېدونکو کډوالو ټولیزه شمېره خپروي.
د دغه ولایت د کډوالو چارو مشر باز محمد عبدالرحمن وایي، چې د ستنو شویو کورنیو ۷۰ سلنه یې په دغه ولایت کې مېشتې شوې دي.
هغه ویلي، چې راستانه شوي کډوال په بېلابېلو برخو کې لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.
تمه کېږي، چې له کوچني اختر وروسته به د کډوالو د اېستلو نوې څپه پیل شي؛ نو له همدې کبله نوموړي له ټولو مرستندویه سازمانونو او بنسټونو په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
له بل پلوه بیا د پاکستان دولتي ټلویزیون نن خبر ورکړی، چې د اپرېل تر ۳مې نیټې له پاکستانه تر پنځو لکو ډېر افغان کډوال اېستل شوي دي.
ورته مهال د بښنې نړۍوال سازمان هم له کوچني اختر وروسته په ناقانونه توګه له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پر پلان اندېښنه څرګنده کړې ده.
په بښنې نړۍوال سازمان کې د کډوالو او پناه غوښتونکو د حقونو مسوول جېمز جینیون ویلي:« د افغان کډوالو په برخه کې د پاکستاني چارواکو بې غوري د ځورونې، د بشري حقونو جدي سرغړونو او بشري ناورین چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د شړلو له امله ورسره مخامخېږي، زړه ماتوونکې ده.»

نور خبرونه

رادیو