د پاکستان دولتي ټلویزیون:د اپرېل تر ۳مې نیټې له پاکستانه تر ۵لکه ډېر افغان کډوال اېستل شوي

AP ۱۴۰۳ وری ۱۶

د پاکستان د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، په تېرو لسو ورځو کې څه باندې شپږ زره هغه افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي چې په دغه هېواد کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل.

د پاکستان دولتي ټلویزیون د پنج شنبې په ورځ د (وري ۱۶مه) خبر ورکړی چې، د تېرو لسو ورځو راهیسې له یاد هېواد څخه ۶۶۶۷ تنه هغه افغان کډوال اېستل شوي چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه لرل.
د پاکستان د دولتي ټلویزیون د خبر له مخې، د مارچ میاشتې له ۲۴مې نېټې څخه د اپرېل تر درېیمې نیټې په اېستل شویو افغان کډوالو کې ۲۳۴۵ ښځې، ۱۴۲۵ نارینه او ۲۸۹۷ ماشومان شامل وو.
بل خوا د بښنې نړۍوال سازمان په ناقانونه توګه له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پر پلان اندېښنه څرګنده کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د سند ایالتي حکومت پرېکړه کړې چې له کمکي اختر وروسته به ۶۷ زره څخه ډېر هغه افغان کډوال به خپل هېواد ته ستانه کړي چې د افغان کډوالو (اې سي سي) کارټونه لري.

نور خبرونه

رادیو