د خوړو نړۍوال پروګرام: په افغانستان کې ۱۵.۸ مېلیونه وګړي خوراکي خوندیتوب نه‌لري

AP ۱۴۰۳ وری ۱۶

د خوړو نړۍوال پروګرام د یوه راپور په خپرولو سره وایي، چې په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب ناورین لا هم دوام لري.
په راپور کې راغلي، ۱۵.۸ مېلیونه وګړي (نږدې ۴۰ سلنه نفوس) د ۲۰۲۳ کال له نوامبر څخه تر دې دمه د خوراکي توکو د خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ دي.

دغه پروګرام لیکلي، په ۲۰۲۳ کال کې د مرستو کمي دوی اندېښمن کړي وو او داسې تمه هم کېږي چې په ۲۰۲۴کال کې به وضعیت لا پسې کړکېچن شي.
‏دغه پرواګرام وایي، په ۲۰۲۳کال کې یې ۱۸.۶ مېلیونه خلکو ته رسېدنه کړه چې ۸۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي. دغه پروګرام د خپلو ښځینه کارکوونکو د فعالیت په برخه کې پر شته ننګونو اندېښنه ځرګنده کړې؛ خو ویلي یې دي، چې په دې برخه کې د طالب چارواکو سره د دوی خبرې اترې دوام لري.
د خوړو نړۍوال پروګرام په دغه تازه خپور شوي راپور کې راغلي، د ۲۰۲۳ کال تر پایه په افغانستان کې له ۱۵.۸ مېلیونو څخه ډېر خلک (چې ټولټال ۳۶ سلنه جوړوي) د خورا سخت خوراکي خوندیتوب سره مخ وو، چې له دې ډلې ۲.۸ مېلیونو سره د خوراکي خوندیتوب په برخه کې مرسته شوې ده.
راپور کې راغلي، له هرو لسو افغان کورنیو څخه نهه یې د کافي خوراکي توکو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي چې د نفوس دوه پر درېیمه برخه یې په ۲۰۲۳کال کې بشري مرستو ته اړتیا لرله.
د دغه راپور په یوې برخه کې راغلي، چې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴مه نېټه په نادولتي موسسو کې د افغان مېرمنو پر کار د بندیز فرمان او د ۲۰۲۳کال په اپرېل میاشت کې د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو محدودیت په ټول هېواد کې د دوی بشري فعالیتونه اغېزمن کړل.
‏د خوړو نړۍوال پروګرام چې د ۱۹۶۳کال راهیسې په افغانستان کې یو مهم لوبغاړی دی، د ۹.۳ مېلیونه ښځو او نجونو په ګډون یې له نږدې ۱۹ مېلیونه خلکو سره مرسته کړې ده.

نور خبرونه

رادیو