امنیت شورا کې د امریکا استازې: افغان نجونې د تاوتریخوالي قرباني دي او هلکان جګړې ته ځي

AP ۱۴۰۳ وری ۱۶

د چهارشنبې په ورځ د امریکا استازې د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې نجونې د کم عمره ودونو او له سیستماتیک جنسیتي تاوتریخوالي سره مخامخې دي.
لینډا ټوماس ګرینفیلډ زیاته کړه چې په افغانستان کې تنکي هلکان هم د جنګیالیو په توګه ګمارل کیږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ د (وري ۱۵مه) په نړۍ کې د ماشومانو او وسله والو شخړو په اړه غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د ماشومانو او جګړو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ویرجینیا ګمبا او د یونېسف اجرایوي مدیر ټیډ چایبان د ماشومانو د وضعیت په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل.
د امریکا استازې وویل: «په افغانستان کې نجونې له وخته مخکې او اجباري ودونو، د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي او سیستماتیک تبعیض سره مخامخې دي، لا هم له زده کړو بې برخې دي. په همدې حال کې تنکي هلکان هم د ماشومانو سرتيرو په توګه ګومارل کيږي.»
په دې ناسته کې د فرانسې استازي نیکولاس دي ریویر وویل، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د جنسیتي تبعیض له امله مرستندویه کارکوونکي له ستونزو سره مخ دي.
ریویر د دغو مرستو لپاره د ښځو، نجونو او ماشومانو پر اړتیا ټینګار وکړ.
همدارنګه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د سویس استازې وویل چې په افغانستان کې د ښځو د مرستندویه کارکوونکو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض ماشومانو ته د خدمتونو وړاندې کول اغېزمن کړي دي.
د ماشومانو او وسله والو شخړو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې په غزه کې د ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده شوه.

نور خبرونه

رادیو