په بند کې جبري اعتراف: منیژه صدیقي وایي، چې طالبانو شکنجه کړې نه ده

AP ۱۴۰۳ وری ۱۶

د طالبانو په بند کې د منیژې صدیقي د شکنجې په اړه له پراخو اعتراضونو او اندېښنو وروسته، طالب چارواکي وايي، چې د نوموړې وضعیت په بند کې ښه دی.
منیژې صدیقي د څرخي پله له بندخونې څخه د طالبانو تر څار او سانسور لاندې رسنیو ته ویلي، چې په بند کې شکنجه شوې نه ده.

طالبانو د تېر کال د تلې په ١٧مه نېټه په کابل کې د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي ونیوله.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د پنجشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) په یوه راپور کې وویل، چې مېرمن صدیقي شکنجه شوې نه ده.
د طالبانو تر څار لاندې طلوع نیوز هم د نوموړې د خبرو یوه برخه خپره کړه.
د طالبانو په بند کې یاده معترضه مېرمن وایي: «په بند کې شکنجه شوې نه یم، زما روغتیایي وضعیت هم ښه دی او کله چې ناروغه شوم ډاکټر ته لاړم. زما خواړه هم ښه دي.»
مېرمن صدیقي له طالبانو وغوښتل، چې نوموړې خوشې کړي ترڅو کوچنی اختر کور کې تېر کړي.
هغه وايي: «زه بې ګناه یم او زما جرم یوازې لاریون کول دي. شپږ میاشتې کیږي چې زه په بند کې یم.»
د طالبانو د بندخونو چارو د تنظیم مرستیال حبیب الله بدر ملي ټلویزیون ته وویل، چې دغه ډله په بند کې هیڅوک نه شکنجه کوي.
نوموړي د منیژې صدیقي شکنجه هم رد کړې ده.
دا لومړی ځل دی، چې طالبانو له بند څخه د منیژې صدیقي انځور خپور کړی او دغې ډلې یو شمېر خبریالان هم د هغې د انځور او غږ د خپرولو لپاره څرخي پله بند ته وړي دي.
طالب چارواکو تر دې مخکې د مېرمن صدیقي د نیول کېدو د لاملونو او د هغې د روغتیايي وضعیت په اړه څه نه ویل.
د بشري حقونو یو شمېر فعالانو د مېرمن صدیقي خبرې یو "جبري اعتراف" بللی او ویلي یې دي، چې هغه د طالبانو په بند کې ده او دا خبرې یې د طالبانو په خوښه او د هغوی تر څار لاندې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو میاشتو کې د بشري حقونو بېلابېلو سازمانونو او د ښځو د حقونو فعالانو د منیژې صدیقي د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.
د بشري حقونو ادارې وايي، چې طالبان په بند کې د ښځو د حقونو دغه فعاله شکنجه کوي او مېرمن صدیقي وکیل او ډاکټر ته لاسرسی نه لري.

نور خبرونه

رادیو