بښنې نړۍوال سازمان: پاکستان باید د کډوالو په اېستلو کې د نړۍوالو غوښتنې له پامه ونه غورځوي

AP ۱۴۰۳ وری ۱۶

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، پاکستان باید د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې د نړۍوالو غوښتنې له پامه و نه غورځوي.
دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، له کوچني اختر وروسته په ناقانونه توګه له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پر پلان اندېښنه څرګنده کړې ده.

په بښنې نړۍوال سازمان کې د کډوالو او پناه غوښتونکو د حقونو مسوول جېمز جینیون ویلي:« د افغان کډوالو په برخه کې د پاکستاني چارواکو بې غوري د ځورونې، د بشري حقونو جدي سرغړونو او بشري ناورین چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د شړلو له امله ورسره مخامخېږي، زړه ماتوونکې ده.»
هغه وایي، د دې پر ځای چې د پاکستان حکومت د دغې لړۍ د درولو لپاره پرله پسې نړۍوالو غوښتنو ته غوږ ونه نیوو؛ اوس یې د اې‌سي‌سي کارټ لرونکو افغانانو د اېستلو لړۍ هم غځولې ده.
هغه زیاته کړې، د پاکستان د "بې اسناده بهرنیانو د ستنولو پلان" د کډوالو او د بشري حقونو د نړۍوال قانون څخه سرغړونه ده او د ټولو افغان کډوالو ژوند هم له ګواښ سره مخ کوي.
ښاغلي جینیون ویلي، دغه پرېکړه په ټول پاکستان کې د ۸۰۰زرو افغان کډوالو ژوند له ګواښ سره مخامخوي.
نوموړی خبرداری ورکوي، چې د پاکستان دغه اقدام د روژې له میاشتې وروسته به د ځورونې او توقیف یوه بله څپه راپورته کړي.
دغه سازمان وایي، چې د پاکستان له‌خوا د "بې اسناده بهرنیانو د ستنولو پلان" د کډوالو او د بشري حقونو د نړۍوال قانون او اصولو څخه سرغړونه ده.
د دغه سازمان په وینا، د پاکستان دغه اقدام د ټولو افغان کډوالو ژوند په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو، خبریالانو، لاریون کوونکو، هنرمندانو، د پخواني حکومت کارکوونکو او د بشري حقونو د مدافعینو ژوند له ګواښ سره مخامخوي.
دغه سازمان په نیوکې سره ویلي، چې د حکومت پرېکړه هم رڼه نده او په خپله خوښه د اې‌سي‌سي کارټونو اعتبار لغوه کوي، کوم چې په خپله د پاکستان حکومت له‌خوا ورکړل شوي دي.
دغه سازمان لیکلي:« موږ پر پاکستاني چارواکو غږ کوو، چې سملاسي دې دغه پرېکړه بېرته واخلي او په سملاسي توګه دې په هېواد کې د کډوالو د حقونو د ساتنې لپاره د بشري حقونو له اړخه قانون تصویب کړي.»

نور خبرونه

رادیو