د طالبانو د کډوالو وزارت: له ایرانه څه باندې ۱۰۰۰ افغان کډوال راستانه کړل شوي

AP ۱۴۰۳ وری ۱۵

د طالبانو د کډ‌والو چارو وزارت وايي، ۱۷۱۹تنه کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له ایرانه راستانه شول.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د (وري ۱۵مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ د هرات ولایت د اسلام کلا له پولې ۱۷۱۹ افغان کډوال له ایرانه راستانه شول.

دغه وزارت ويلي، یو شمېر دغه کډوال په خپله خوښه او یو شمېر نور یې په جبري ډول راستانه شوي.
د کډوالو چارو وزارت په خبره، له ایرانه په تازه راستنو شویو کډوالو کې ۳ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو، چې د خپلوانو د موندلو په موخه په هرات ولایت کې د وار چایلډ موسسې ته سپارل شوي دي.
کډوالو وزارت وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړۍوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پېژندلي دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ۱۴۰۲ کال کې له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته یونیم مېلیون کډوال راستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو