د ترکیې پولیسو په بالیکسیر ښار کې ۵۶ افغان کډوال ونیول

AP ۱۴۰۳ وری ۱۵

د ترکیې پولیسو په شمال لویدیځ ښار بالیکسیر کې د ۵۶ افغان کډوالو او د شپږو انساني قاچاقبرو د نیولو خبر ورکړ.

د راپورونو له مخې، دغه افغانان په جلا جلا عملیاتو کې په داسې حال کې تر پیژندو وروسته نیول شوي، چې غوښتل یې له ترکیې په غیر قانوني توګه ووځي.

د ترکیې (ټي ار ټي) دولتي رسنۍ نن د بالیکسیر د پولیسو په حواله راپور ورکړی، چې په مرمره، اوریندي، ادرمیت، سوسورلوک او ایوالیک کلیو کې په جلا عملیاتو کې شپږ نور کسان بیا د انساني قاچاق په تور نیول شوي دي.
راپور دغه راز زیاته کړې ده، چې د دغه هېواد د پوليسو په عملياتو کې درې موټر، دوه لارۍ، دوه کښتنۍ او د دوو بیړیو انجنونه او نږدې ١٣٥ لېټره تېل نيول شوي دي.
د ترکیې پولیسو ویلي دي، چې دغه پناه غوښتونکي د مارچ له ۲۵ تر ۳۱ مې پورې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې نیول شوي دي.
اروپا ته د رسېدو لپاره ترکیه د ډېرو کډوالو په تېره بیا د افغان کډوالو موقت ځای دی.
ډیری پناه غوښتونکي اروپا ته د رسېدو لپاره له قانوني او بې قانونه لارو دغه هېواد ته ننوځي.
د ترکیې پولیسو په دې وروستیو کې د پناه غوښتونکو د پېژندنې، نیولو او شړلو لړۍ چټکه کړې ده او په سلګونه افغان کډوال هم د نیول شويو او اېستل شویو کسانو په ډله کې دي.

نور خبرونه

رادیو