ډان ورځپاڼه: د سند حکومت به له اختر وروسته د راجسټر شویو افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ پیل کړي

AP ۱۴۰۳ وری ۱۴

د ډان ورځپاڼې په تازه خپور شوي راپور کې راغلي، د سند حکومت پرېکړه کړې چې له ۶۷زره څخه د زیاتو راجستر شویو افغان کډوالو یا د (اې‌سي‌سي) لرونکو کارټونو کسان به له کوچني اختر وروسته خپل هېواد ته ستانه کړي.

باخبرو سرچینو ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې د لوړې کچې په غونډه کې د فدرالي حکومت د پرېکړې له مخې د هغو افغانانو د بېرته ستنېدو پر چمتووالي خبرې وشوې چې د اې‌سي‌سي کارتونه لري.
د سند د کورنیو چارو وزیر ضیا لنجار په مشرۍ دغې غونډه کې پرېکړه شوې، د اې‌سي‌سي کارټونه چې په ۲۰۱۷کال کې وېشل شوي حکومت ته اعتبار نه لري.
له بل پلوه د دغه وزارت معین محمد اقبال ميمن د غونډې ګډونوالو ته ویلي، د كورنيو چارو وزارت پرېكړه كړې چې د بې اسناده بهرنیانو د ستنولو د پلان دویمه لړۍ به له اختر وروسته پېل شي.
هغه وویل، چې د بې اسناده بهرنیانو پر ضد به اقدام وشي او په دې کې به د (اې‌سي‌سي) او (پي او ار) کارتونو لرونکي کسان هم شامل وي.
د دغې صوبې د کورنیو چارو وزیر لارښوونه وکړه، چې د پولیسو سره په همغږۍ دې د بېرته ستنېدو لړۍ پیل کړي.
د مالوماتو له مخې، په لومړي پړاو کې به څه باندې ۴۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه کړای شي.
‏بل پلو د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې په پاکستان کې د کډوالو د اتشې مرستیال له یوشمېر کډوالو سره په راولپنډۍ او چکوال کې لیدلي دي.
د دغه وزارت په وینا، په دغې لیدنه کې افغان کډوالو د (اې‌سي‌سي) او (پي او ار) کارټونو په اړه چې موده یې مخ په ختمېدو ده، خپلې ستونزې شریکې کړې.
د کډوالو د اتشې مرستیال دغو کډوالو ته ویلي، چې د (اې‌سي‌سي) او (پي او ار) کارټونو درلودونکي به د هیڅ ډول فشار له مخې ونه شړل شي؛ بلکې د درې اړخیزې ګډې هوکړې له مخې به د ستنېدو لړۍ په خپله خوښه، عزت او درناوي بې له کوم فشاره ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو