د طالبانو کډوالو وزارت: له ایران او پاکستانه څه باندې ۱۰۰۰ افغان کډوال راستانه کړل شوي

AP ۱۴۰۳ وری ۱۴

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له ایران او پاکستانه ۱۱۰۳ افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي.
په دغو کډوالو کې ۹۸۳ کډوال له ایران څخه او ۱۲۰ کډوال له پاکستانه راستانه شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د سه شنبې ورځ د (وري ۱۴مه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۲۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۰ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې د وري ۱۳مه نېټه هېواد ته په زور راستنې کړل شوې دي.
کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او د کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.
بلخوا د طالبانو کډوالو وزارت ويلي له ګاونډي هیواد ايران څخه هم ۹۸۳ افغان کډوال چې په دوی کې کورنۍ او مجرد کسان شامل و د وري میاشتې په ۱۳مه نېټه د هرات ولایت اسلام کلا له پولې په خپله خوښه او زور را اړول شوي دي.
دغه وزارت وايي، په دغو راستنو شويو افغان کډوالو کې ۳۰ تنه بې سرپرسته ماشومان هم دي چې په هرات کې د وارچایلډ موسسې ته د دوی د کورنیو تر موندولو پورې ورسپارل شوي دي.
ويل کیږي، په دغو کډوالو کې یو شمېر چې وړ پیژندل شوي ورسره ځینې نغدي او روغتیايي مرستې هم شوې دي.
د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ۱۴۰۲ کال کې له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته یونیم ميلیون کډوال راستانه شوي دي.
په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳ زرو او ۵۰۶ ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.

نور خبرونه

رادیو