د م.م استازی:د ګاونډیو هېوادونو له‌خوا د کډوالو جبري اېستل، د نړۍوالو قوانینو خلاف کړنه ده

AP ۱۴۰۳ وری ۱۴

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړې استازې مرستیال ښاغلي اندریکا راتوت وایي، چې د ګاونډیو هېوادونو له‌خوا د افغان کډوالو جبري اېستل د کډوالۍ د نړۍوالو قوانینو خلاف کړنه ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړې استازې مرستیال ښاغلي اندریکا راتوت سره وکتل.
د طالبانو د رسنیو مرکز له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې لومړی اندریکا راتوت له افغانانو په ځانګړي ډول د هرات زلزله ځپلو او له بېلابېلو هېوادونو څخه راستنو شویو کډوالو ته د بشري مرستو د وېش په برخه کې د طالبانو د همکاریو د مننې ترڅنګ د سراسري امنیت، د نشه‌یي توکو د قاچاق، سوداګرۍ او د اداري فساد د مخنیوي هرکلی وکړ.
د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال وویل، له افغانانو سره د نړۍوالې ټولنې مرستې به دوام ولري او د طالبانو مسوولینو څخه یې غوښتي، چې مستحقو افغانانو ته دې د مرستو په رسولو کې همکاري وکړي.
له بل پلوه د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم په دغې لیدنه کې ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په زور د افغان کډوالو را اېستلو پروسه د ټولو نورمونو خلاف ترسره کېږي او د طالبانو مسوولین مستحقینو ته د بشري مرستو رسولو په پروسه کې له نړۍوالو او مرسته کوونکو سازمانونو سره همکار دي.
تر دې وړاندې د بښنې نړۍوال سازمان ویلي و، چې له پاکستانه د افغان کډوالو شړل به ښځې او نجونې له ځانګړي ګواښ سره مخامخې کړي.
دغه سازمان په اېکس پاڼه لیکلي و، چې د پاکستان حکومت باید ټولې جبري ستنونې ودروي او د کډوالو ښځو او نجونو د خوندیتوب لپاره دې مثبت ګامونه واخلي.
تر دې وړاندې پاکستانۍ رسنۍ اکسپرېس ټربیون هم راپور ورکړی و، چې د رسمي سرچینو په وینا د پاکستان حکومت له‌خوا د افغان کډوالو په اړه معلومات راټول شوي او په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې په دغه هېواد کې په قانوني توګه مېشت دي.
ټربیون د دوو چارواکو له قوله لیکلي و، چې په راتلونکو اونیو کې به د افغان کډوالو د اېستلو دویمه لړۍ پیل شي.
په خیبر پښتونخوا کې یوه لوړ پوړي دولتي چارواکي ویلي و، چې دا ځل د قانوني کډوالو په اړه هم د معلوماتو راټولولو او اېستلو د نقشې لپاره لارښوونې ورکړل شوې دي.
ورته مهال وړمه ورځ د ایران د کرمانشاه د کډوالو او بهرنیو وګړو د چارو عمومي مشر هم ویلي و، چې د "ناقانونه" کډوالو د پېژندلو، نیولو او شړلو د پلان په پلې کېدو سره به دغه کډوال په بشپړه توګه و اېستل شي.
حمزه سلیماني ویلي، چې تېر کال د دغه پلان په پلې کېدو سره ډېر شمېر افغانان له دغه هېواده شړل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو