بلخ: طالبانو د مدرسو د ۳۱۲ بستونو لپاره د ۵۰۰ ښځو په ګډون له ۹۳۳ نوماندانو ازموینه اخیستې

AP ۱۴۰۳ وری ۱۴

د بلخ ولایت د طالبانو د پوهنې ریاست د رسمي مدرسو د ۳۱۲ بستونو لپاره د ازادو سیالیو له لارې د ۵۰۰ ښځو په ګډون د ۹۳۳ نوماندانو ازموینه واخیسته.

د بلخ ولایت د رسنیو مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه ازموینې د دوشنبې په ورځ اخیستل شوي، چې پکې د ۵۰۰ مېرمنو سربېره ۴۳۳ هلکانو هم برخه اخیستې وه.
په خبرپاڼه کې د اړونده چارواکو له قوله ویل شوي، چې د خالي بستونو لپاره د ازادو سیالیو له لارې د ګومارنې چارې روانې دي.
په بلخ ولایت کې د طالبانو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رييس نيک محمد حنفي ویلي، چې د یاد شمېر رسمي مدرسو بستونه په دې وروستیو کې د پوهنې وزارت له خوا منظور شوي دي.
د بلخ ولایت د رسنیو مرکز د ازموینې پر مهال د هلکانو انځورونه خپاره کړي؛ خو د مېرمنو د انځورونو له خپرولو یې ډډه کړې ده.
سره له دې چې طالبانو له دوه نیمو کلونو راهیسې د نجونو پروړاندې په عصري زده کړو بندیزونه لګولي، خو په مدرسو کې د نجونو د جذبېدو لپاره بیا هڅې کوي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې د مدرسو جوړولو ته پاملرنه ډېره کړې ده او له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې یې ډېرې مدرسې جوړې کړې دي.
د یو شمېر راپورونو له مخې، په افغانستان کې د دیني مدرسو شمېر نږدې شلو زرو ته رسیدلی دی.
له دې سره، یو شمېر افغانان بیا وایي چې ښوونځي او مدرسې باید یو شي او د ملا او مکتبي او د مدرسې او مکتب جنګ باید پای ته ورسیږي.
د دوی په خبره، افغانستان باید یو تعلیمي نظام ولري او بېل بېل نظامونه د خلکو ترمنځ اختلافونه زیږوي.
طالبانو په تېرو دوه نیمو کلونو کې په تعلیمی نصاب کې هم لوی بدلونونه راوستي او ځیني مضمونونه یې له تعلیمي نصاب څخه اېستلي دي.

نور خبرونه

رادیو