طالبانو په غور کې د یوې ۱۷ کلنې نجلۍ د تښتولو په تور شپږ چارواکي له دندو ګوښه کړل

AP ۱۴۰۳ وری ۱۳

د طالبانو د ادارې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دغې ډلې د یوې ۱۷ کلنې نجلۍ د تښتولو په تور شپږ چارواکي له دندو ګوښه کړي دي.

دغې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې دغه نجلۍ «خپل کور ته ستنه شوې» او د تښتونې په اړه پلټنې روانې دي.

دغه نجلۍ د تېرې پنجشنبې په ورځ د وري نهمه د غور ولایت د پساوند ولسوالۍ سیمه‌ییزو چارواکو په زور د پلار له کوره بیولې وه او په زور یې د خپل کس لپاره نکاح کوله.

نور خبرونه

رادیو