د طالبانو کډوالو وزارت: له ایران څخه تر زرو زیات افغان کډوال راستانه کړل شوي دي

AP ۱۴۰۳ وری ۱۲

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له ایران څخه یو زر او ۵۲۱ افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي.

ويل کیږي، دغه کډوال له ایرانه تېره ورځ د وري میاشتې ۱۱ مه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت نن د یکشنبې ورځ د (وري ۱۲مه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو دغه ۱۵۲۱ کسان چې کورنۍ هم پکې وې د هرات اسلام کلا له لارې هېواد ته په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي دي.

دغه وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.

یاد وزارت وايي، په دغو راستنو شويو افغان کډوالو کې ۳۴ تنه بې سرپرسته ماشومان هم دي چې په هرات کې د وارچایلډ موسسې ته د دوی د کورنیو تر موندولو پورې ورسپارل شوي دي.

د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ۱۴۰۲ کال کې له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته یونیم ميلیون کډوال راستانه شوي دي.

په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳ زرو او ۵۰۶ ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.

نور خبرونه

رادیو