د ترکیې پولیسو په اماسیا ښار کې ۴۰ افغان کډوال نیولي دي

AP ۱۴۰۳ وری ۱۱

د ترکیې پولیسو ویلي، چې د خوراکي توکو په یو موټر کې یې ۴۰ تنه افغان کډوال نیولي دي. د اماسیا پولیسو دغه کډوال د لاریو د کتلو پر مهال پیژندلي او نیولي دي. دغه افغان کډوال به د اداري مراحلو له ترسره کیدو وروسته له ترکیې واېستل شي.

ترکي رسنیو د شنبې په ورځ (د وري ۱۱مه) د اماسیا ښار د پولیسو په حواله ویلي، دغه افغان کډوال هغه مهال ونیول شول چې له اغرې ښار څخه استانبول ته پر لار وو.

ډیری دغه کډوال د یوې میرمنې په ګډون د ۱۸ او ۲۵ کلونو ترمنځ عمری لري. دغه کسان په اړوند ښار کې د بهرنیو وکړو مرکزونو ته لیږدول شوي ترڅو افغانستان ته واستول شي.

ترکيې په دې وروستيو کې د کډوالو د پيژندلو او نيولو د بهير د ګړندي کولو لپاره ګرځنده ګزمې زياتې کړي دي. د ګډوالو د حقونو فعالان دغه کړنه ناقانونه بولي. تر دې مخکې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي و، چې د ترکیې په ۳۰ښارونو کې د پناه غوښتونکو د پېژندلو لپاره د پوستو او ګرځنده ګزمو شمېر زیات شوی دی.

ترکیه د اسیا او اروپا ترمنځ د پروت هیواد په توګه د ډیرو پناه غوښتونکو لنډمهاله تم ځای دی چې اروپا ته د تللو په موخه له قانوني او غیر قانوني لارو دغه هېواد ته داخلیږي. ترکیې په وروستیو میاشتو کې د کډوالو د پېژندنې، نیولو او شړلو بهیر ګړندی کړی او زرګونه کډوال چې اکثره یې افغانان دي، نیولي او خپلو هیوادونو ته یې استولي دي.

نور خبرونه

رادیو