د نهو ازاد شویو بندیانو په ګډون تر ۲۰۰ ډېر کډوال په جبري توګه له پاکستانه ستانه کړای شول

AP ۱۴۰۳ وری ۱۱

‏د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې په پاکستان کې ۹ تنه افغان بندیان د پېښور له زندانونو ازاد او د وري په نهمه او لسمه نېټه خپل هېواد ته ستانه کړای شول.

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د اسنادو د نشتوالي له امله له تېرو ‏درېیو میاشتو راهېسې په بند کې وو، چې له ازادېدو وروسته د تورخم له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.
د دغه امریت په وینا، خوشې شوي کسان د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي.
د دغه وزارت د یوه بل خبر له مخې، ۲۰۳ تنه افغان کډوال د وري په نهمه او لسمه نېټه د تورخم او سپین بولدک له لارو خپل هېواد ته راستانه شول.
‏د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، ۲۶ کورنۍ چې ټولټال ۱۵۹ تنه کېږي په جبري توګه راستنې شوې او د کډوالو له ادارې سره تر نوم لیکنې وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ور پېژندل شوې دي.
له بل پلوه د کندهار د سپین بولدک د سرحدي امریت د راپور له مخې، ۹ کورنۍ چې ۴۴ تنه کېږي په جبري توګه له دغې کرښې راستنې او د کډوالو ادارې ‏سره تر نوم لیکنې وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ او خوړو نړۍوالو سازمانونو ته ور پېژندل شوې دي.
تر دې وړاندې پاکستانۍ رسنۍ اکسپرېس ټربیون راپور ورکړی، چې د رسمي سرچینو په وینا د پاکستان حکومت له‌خوا د افغان کډوالو په اړه معلومات راټول شوي چې په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې په دغه هېواد کې په قانوني توګه مېشت دي.
ټربیون د دوو چارواکو له قوله لیکلي، چې په راتلونکو اونیو کې به د افغان کډوالو د اېستلو دویمه لړۍ پیل شي.
په خیبر پښتونخوا کې یوه لوړ پوړي دولتي چارواکي ویلي، چې دا ځل د قانوني کډوالو په اړه هم د معلوماتو راټولولو او اېستلو د نقشې لپاره لارښوونې ورکړل شوې دي.
د بښنې نړۍوال سازمان بیا وایي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو شړل به ښځې او نجونې له ځانګړي ګواښ سره مخامخې کړي.
دغه سازمان په اېکس پاڼه لیکلي، چې د پاکستان حکومت باید ټولې جبري ستنونې ودروي او د کډوالو ښځو او نجونو د خوندیتوب لپاره مثبت ګامونه پورته کړي.
وړمه اونۍ د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي و، د وروستیو شمېرو له مخې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۲۴مې پورې نږدې ۵۲۵۰۰۰ افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېری یې بې اسناده وو.

نور خبرونه

رادیو