ملاله یوسفزۍ: طالبان په افغانستان کې له اسلام ناوړه ګټه اخلي

AP ۱۴۰۳ وری ۱۰

د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، طالبان له دین څخه د خپلو سیاسي موخو لپاره ناروا ګټه پورته کوي.
اکسپرېس تریبیون ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ د (وري په نهمه) د ملالې له خولې لیکلي، په کار نه ده چې د دین په پلمه خلکو ته زیان ورسېږي.

هغې زیاته کړې:« موږ په افغانستان کې وینو، چې طالبان له اسلام څخه نا سم تفسیرونه راباسي او د اسلام په نامه خپلې ناروا کړنې توجیه کوي.»
ملالې یوسفزۍ طالبان په جنسیتي توپیر یا اپارتاید هم تورن کړل او په وینا یې طالبان غواړي، ښځې او نجونې له ټولنې حذف کړي.
هغه وايي، افغانستان په ګرده نړۍ کې یواځینی هېواد دی چې نجونې په کې د زده‌کړو څخه بې برخې شوې، په داسې حال کې چې د اسلامي لارښوونو له مخې زده‌کړې په هر مسلمان او مسلمانې فرض شوې دي.
طالبانو سږنی کال یو وارې بیا نجونو ته اجازه ورنکړه، چې ښوونځیو ته لاړې شي او په دې توګه یې د یو نیم مېلیون نجونو لومړني حقونه تروړلي دي.

نور خبرونه

رادیو