تُرک توکمه برېتانوۍ لیکواله: طالبان د ښځو پر وړاندې خپله کرکه د ټولنې هرې برخې ته پراخوي

AP ۱۴۰۳ وری ۹

وتلې تُرک توکمې برېتانوۍ لیکوالې الیف شافاک په عام محضر کې د ښځو د سنګسار په اړه د طالبانو د مشر ملا هبت الله وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود.

مېرمن شافاک ویلي: «طالبان د ښځو پر وړاندې خپله سیستماتیکه کرکه د ژوند او ټولنې هرې برخې ته خپروي.»
نوموړې چې د فارسي ژبې د وتلي شاعر مولا جلال الدین محمد بلخي د ژوند په اړه د ملت عشق په نوم مشهور رومان لیکلی، د طالبانو د مشر د خبرو په غبرګون ویلي: «افراطي معتصبان تل له ښځو کرکه لري.»
مېرمن شافاک په خپل انستاګرام کې لیکلي: «دا خبر په نړۍوالو رسنیو کې چندان انعکاس و نه کړ؛ خو تېره اونۍ طالبانو اعلان وکړ چې د ګناه په صورت کې به ښځې په عام محضر کې سنګسار شي.»
نوموړې همدا راز لیکلي، چې د افغانستان ښځې باید هېرې نه شي.
د شرعي حدودو د پلې کولو په اړه د ملا هبت الله وروستۍ څرګندونې له پراخو غبرګونو سره مخ شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون ملا هبت الله ته منسوب یو غږیز فایل په دې وروستیو کې خپور کړ، چې پکې ویل شوي وو؛ که څه هم ستاسو د ډېموکراسۍ خلاف دی؛ خو ښځې به تر دې وروسته په عام محضر کې سنګسار شي.
په دې فایل کې دغه راز ویل شوي، چې د کابل په نیولو سره د طالبانو کار پای ته نه دی رسېدلی، بلکې نوی پیل شوی دی.

نور خبرونه

رادیو