د بښنې نړۍوال سازمان: له پاکستانه د کډوالو شړل به ښځې او نجونې له ځانګړي ګواښ سره مخ کړي

AP ۱۴۰۳ وری ۹

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو شړل به ښځې او نجونې له ځانګړي ګواښ سره مخامخې کړي.
دغه سازمان په اېکس پاڼه لیکلي، چې د پاکستان حکومت باید ټولې جبري ستنونې ودروي او د کډوالو ښځو او نجونو د خوندیتوب لپاره مثبت ګامونه واخلي.

دغه سازمان ویلي، چې د کډوالو شړل به د افغان ښځو او نجونو ونډه په زده کړو، کار، فعالیت او په ځینو نورو برخو کې د دوی حقونه په جدي توګه کموي او دوی د تاوتریخوالي له ګواښ سره هم مخامخوي.
د بښنې نړۍوال سازمان تر دې وړاندې هم ویلي و، د پاکستان حکومت له‌خوا د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام به د ډېرو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتي و، چې په پاکستان کې د افغانانو د پناه غوښتنې او بیا مېشتېدنې قضیې ګړندۍ کړي.
د دې ترڅنګ دغه سازمان ویلي و، چې د پاکستان حکومت باید ډله‌ییزه اېستنه ودروي او د بشري حقونو نړۍوال قانون سره سم د کډوالو حقونه خوندي کړي.
د کډوالو د اېستنې دویمه لړۍ د طالبانو او پاکستان ترمنځ له وروستیو ترینګلتیاوو وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پنجاب حکومت ته امر کړی، چې د اپرېل له ۱۵مې نېټې څخه د هغو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ هم پیل کړي، چې د کډوالۍ ځانګړي اسناد لري.
له بل پلوه پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په خپل یوه خپور شوي راپور کې لیکلي و، د پاکستان دولت د دغه هېواد پولیسو ته ویلي چې د افغان کارت لرونکو کډوالو د اوسېدو سیمې دې ژر تر ژره مالومې کړي.
وړمه اونۍ د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي و، د وروستیو شمېرو له مخې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۲۴مې پورې نږدې ۵۲۵۰۰۰ افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېری یې بې اسناده کډوال وو.

نور خبرونه

رادیو