اکسپرېس ټربیون: حکومت له اختر وروسته د افغانانو د اېستلو په اړه 'نقشه' جوړوي

AP ۱۴۰۳ وری ۹

پاکستانۍ رسنۍ اکسپرېس ټربیون د رسمي سرچینو له حوالې راپور ورکړی، چې په دغه هېواد کې د قانوني مېشتو افغانانو په ګډون د افغان کډوالو په اړه مخکې تر مخکې معلومات راټول شوي دي.

تېر کال تر نیم مېلیون زیات افغانان وروسته له هغه له پاکستانه ستانه کړل شول، چې د دغه هېواد پخواني حکومت بې اسناده کډوالو ته د وتلو یا نیولو امر کړی و؛ ځکه چې د اسلام اباد او کابل اړیکې د امنیتي ستونزو له امله ترینګلې شوې وې.
ټربیون د دوو چارواکو له قوله لیکلي، چې په راتلونکو اونیو کې به د افغان کډوالو د اېستلو دویمه لړۍ هم پیل شي.
په خیبر پښتونخوا کې یوه لوړ پوړي دولتي چارواکي ویلي، چې دا ځل د قانوني کډوالو په اړه هم د معلوماتو راټولولو او اېستلو د نقشې لپاره لارښوونې ورکړل شوې دي.
د خیبرپښتونخوا د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي ویلي، په داسې حال کې چې د حکومت له‌خوا "وروستۍ پرېکړه" نه ده شوې؛ خو پولیس د افغانانو پر وړاندې اقدام کوي.
هغه وویل، فدرالي حکومت لارښوونه کړې چې نه یوازې د اسناد لرونکو او بې اسناده افغانانو معلومات راټول کړي؛ بلکې د هغوی پر وړاندې جوړېدونکې طرحه هم عملي کړي.
د بښنې نړۍوال سازمان تر دې وړاندې ویلي و، د پاکستان حکومت له‌خوا د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام به د ډېرو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتي و، چې په پاکستان کې د افغانانو د پناه غوښتنې او بیا مېشتېدنې قضیې ګړندۍ کړي.
د دې ترڅنګ دغه سازمان ویلي و، چې د پاکستان حکومت باید ډله‌ییزه اېستنه ودروي او د بشري حقونو نړۍوال قانون سره سم د کډوالو حقونه خوندي کړي.
د کډوالو د اېستنې دویمه لړۍ د طالبانو او پاکستان ترمنځ له وروستیو ترینګلتیاوو وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پنجاب حکومت ته امر کړی، چې د اپرېل له ۱۵مې نېټې څخه د هغو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ هم پیل کړي، چې د کډوالۍ ځانګړي اسناد لري.
وړمه اونۍ د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي و، د وروستیو شمېرو له مخې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۲۴مې پورې نږدې ۵۲۵۰۰۰ افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېری یې بې اسناده کډوال وو.

نور خبرونه

رادیو