حامد کرزي یو ځلې بیا د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو پر خلاصون ټینګار وکړ
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/c95d95b9848f04412e94848125f6198cac372f11-1744x1121.jpg?rect=0,71,1744,981&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ناروې له سارژدافیر ښاغلي پال کلومان سره لیدلي دي. نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغې لیدنې په لړ کې دواړو خواوو د افغانستان او سیمې د اوسني وضعیت ترڅنګ د ښځو او نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د خلاصون پر اړتیا ټینګار وکړ.
په دغې لیکنه کې راغلي، چې په لیدنه کې پخواني ولسمشر په هېواد کې د تلپاتې سولې او ټیکاو لپاره ملي تفاهم اړین وباله.
دغه لیدنه تېره ورځ د ښاغلي کرزي په کور کې ترسره شوې ده.
تر دې وړاندې هم په ځلونو نړۍوالې ټولنې، نړۍوالو بنسټونو او هېوادونو په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه کړې؛ خو طالبانو دغو غوښتنو ته کوم مثبت ځواب نه دی ویلی.
د طالبانو له بیا واکمنېدو سره دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته پر نجونو بندیز ولګاوه، چې له ۹۰۰ څخه د زیاتو ورځو په تېرېدو بیا هم ښوونځي د نجونو لپاره تړلي دي.