د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو اېستل دې په سملاسي توګه بند کړي

AP ۱۴۰۳ وری ۸

د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان د نوي حکومت له پرېکړې اندیښمن دی او له دغه هېواده یې غوښتي، چې د افغان کډوالو اېستل دې ژر تر ژره ودروي.

د بښنې نړۍوال سازمان د خپل راپور په یوه برخه کې لیکلي، د پاکستان د نوي حکومت پرېکړه د هغو کډوالو لپاره ګرانه تمامېږي چې د تېرو دوو کالو په ترڅ کې د طالبانو له وېرې یې په دغه هېواد کې پناه اخیستې.

د دغه راپور له مخې، لا هم افغان کډوال په پاکستان کې د پولیسو له‌خوا په خپلسرې توګه نیول کېږي او له ځورولو ربړولو وروسته له دغه هېواده شړل کېږي.

دغه سازمان ویلي، چې افغان کډوال د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارو ته د تګ او هلته د ثبتولو په کار کې لا هم له ستونزو سره مخامخ دي.

راپور کې دا رنګه زیاته شوې، د افغان کډوالو په اېستلو کې هغه کسان ډېر زیانمنېږي چې په افغانستان کې له ګواښونو سره مخامخ دي لکه نجونې، مېرمنې، خبریالان، د بشري حقونو مدافعان، مذهبي لږکۍ، هنرمندان او د پخواني نظام امنیتي ځواکونه چې د طالبانو له وېرې راتښتېدلي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان د بېلګې په توګه د پخواني حکومت د ملي امنیت د یوه افسر او د هغه د مېرمنې کیسې ته اشاره کړې، چې د تېر کال د ډسمبر په میاشت کې له پاکستانه واېستل شول او په تخار ولایت کې وژل شوي وو.

دغه سازمان ویلي، چې د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه چې پاکستان یې غواړي د ستنولو په دویم او درېیم پړاو کې یې پلې کړي د زیاتې اندېښنې وړ ده.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د شپږو او اتو لکو په شمېر کې افغانان پاکستان ته کډه شوي چې د هغوی یو شمېر یې نورو هېوادونو ته د کډوالۍ دوسیې لري او یو شمېر نور یې بې برخلیکه په پاکستان کې ژوند تېروي.

د پاکستان حکومت پولیسو ته ویلي، چې د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو دې پیل کړي.

پاکستاني رسنیو لیکلي، چې په دویم پړاو کې به شاوخوا یو مېلیون نور افغان کډوال له پاکستانه واېستل شي.

تر دې وړاندې د کډوالو د اېستلو په لومړي پړاو کې چې د تېر کال د نومبر په میاشت کې اعلان شوی و، له نیم مېلیون څځه زیات افغانان له پاکستانه اېستل شوي وو.

نور خبرونه

رادیو