د کډوالۍ نړېواله اداره: له ۲۰۲۱ کال وروسته مو یو شمېر افغانې مېرمنې په کار بوختې کړې دي

AP ۱۴۰۳ وری ۸

د کډوالۍ نړېواله اداره وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې هغو افغانو مېرمنو ته کاري فرصتونه برابر کړي، چې له کډوالۍ راګرځېدلې، زلزلو ځپلې او اقتصادي ستونزې یې ډیرې وې.

دغه اداره وايي، په افغانستان کې ښځې تر نور هر وخت زیاتې لاسنیوي ته اړې دي.

د کډوالۍ نړېوالې ادارې تېره ورځ سه شنبه (وري اوومه) ناوخته په خپله ایکس پاڼه یوه ویډیو خپره کړې او د یاسمين په نوم له یوې افغانې میرمنې سره یې مرکه کړې چې دا مهال د یوې کارخونې مشره ده او شاوخوا څلوېښت نورې بېوزلې وزګارې میرمنې یې په کار بوختې کړې دي.

مېرمن یاسمین وايي، مخکې له ۲۰۱۷ کال څخه یې په کور کې کار کاوه، وروسته په کابل کې یوې کارخونې ته د کار لپاره ور وپېژندل شوه چې د ماشومانو اړوند توکي یې جوړول نو له هغې ورځې ورسره د خپل داسې کارخونې د جوړولو فکر پیدا شو.

هغه وايي: «اوس (د ښځو راتلوونکي) په نوم خپله کارخونه لرم، چې شاوخوا ۴۰ بېوزلې مېرمنې کار راسره کوي، دا هغه مېرمنې دي چې یا تازه له کډوالۍ راګرځېدلې دي او یا هم اقتصادي ستونزو ځپلې دي، دوی اوس کار زده کړی او د کارګرو په حیث کار کوي او خپل کورونه چلوي.»

اغلې یاسمین وايي، چې دوی په دې کارخونه کې د ماشومانو لپاره جامې، د خوب بسترې، لېندکۍ، سیزنیانې او نور د ماشومانو اړوند توکي جوړوي.

هغه وړاندې وايي، «په دغو ۴۰ کارګرو میرمنو کې ۲۰ تنه په کارخونه کې او د ۲۰ شاوخوا مېرمنې له کوره کار راسره کوي چې له دومره تولید سره بیا هم د بازار غوښتنه زیاته ده او اېله یې پسې رسولی شو.»

د دغې کارخونې مشره یاسمین وايي، په راتلوونکي کې یې هڅه داده چې تر دې ډیرې افغانې میرمنې به کار بوختې کړي او په کابل کې څو نورې کارخونې هم جوړې کړي چې تر دې ډيرې بېوزلې میرمنې په خپلو پښو ودروي او له اقتصادي ستونزو یې خلاصې کړي.

د خوړو نړېوال پروګرام د افغانستان څانګې هم د وري شپږمه نیټه په خپله ایکس پاڼه لیکلي و چې په افغانستان کې داسې مهال چې د ښځو لپاره اقتصادي فرصتونه کم دي، دغې ادارې په یاد هېواد کې د ښځو لپاره د خیاطۍ روزنیز پروګرامونه پیل کړي.

د افغانستان د ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د کب په شلمه نېټه ویلي و، چې افغانستان د طالبانو د افراطي سیاستونو له امله په کال کې څه باندې یو میلیارډ ډالر له لاسه ورکوي.

افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې د نجونو پر ټولو روزنیزو چارو او د ښځو پر کار کولو بندیزونه لګولي دي.

نور خبرونه

رادیو