د طالبانو او پاکستان د اړیکو ترینګلتیا
د طالبانو غورځنګ په ۱۹۹۴ کې د خپل تاسیس نه پس تل له پاکستان سره ډیرې نزدې اړیکې لرلې دي، ځکه چې د پاکستان پوځي استخباراتو د دوی په تشکیل، تمویل او تجهیز کې مهم نقش لوبولی دی.
د طالبانو وړومبی امارت تر ډیره حده دپاکستان پر پشتیبانۍ اتکا لرله او د هغه امارت د سقوط نه وروسته طالبان بیرته پاکستان کې خپلو پټنځیو ته لاړل، له هغه ځای نه یې په افغانستان کې جګړه وکړه او په اګست ۲۰۲۱ کې د طالبانو په بیا واکمنیدو کې هم پاکستان د هغوی اصلی پشتیبان وو.
خو تر بري وروسته ولې د طالبانو د واکمنۍ په درې کلونوکې د پاکستان او طالبانو تر منځ په ظاهره داسې اختلافات، تنشونه او شخړې را برسیره شولې چې دپاکستان الوتکو د مارچ په اتلسمه نیټه په افغانستان کې په دویم ځل بمبار وکړ او طالبانو هم د توپونو په وسیله د ډیورانډ کرښې نه پورې غاړه څو ځایه په پاکستان ډزې وکړلې ؟
په دې مسله د پوهیدلو لپاره باید په یاد ولرو چې افغانستان کې د تیرو څلویښتو کلو نه زیات وخت جګړو کې بین المللي عواملو اساسي حیثیت درلودلی دی او د داخلي عواملو نقش ثانوي پاته شوی دی، دا ځکه چې د نولسمې عیسوي پیړۍ نه افغانستان وړومبی د بریتانوي امپراتورۍ او د روس د څاري یا تزاري امپراتورۍ تر مینځه په یوه او بل باندې د غلبې تر لاسولو په شخړه کې بند پاته شوی دی او وروسته په شلمه پیړۍ کې د امریکا په مشرۍ د غربي کاپیتالزم او د شوروي سوسیالېزم تر منځه د ټکر ښکار شوی دی.
په دې حوادثو کې یې په جنوب او شرق کې په خپلو پراخو سیمو او نفوسو کنترول له لاسه ور کړی دی او په وار وار د دولتي نظامونود سقوط سره هم مخامخ شوی دی.
د دې وینا مطلب دا نه دی چې په هیواد کې اقتصادي او ټولنیز وروسته پاته والی د پورته ذکر شویو بحرانونو په پیدا کیدو او غټیدو کې اغیز نه درلود، په یقین سره ویلی شو چې په افغانستان کې د تجدد ګرايي او عنعنه ګرايي تر مینځه ورانوونکی کشمکش د افغانستان د داخلي اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي شرایطو زیږنده و، خو بیا د دغه بحران سیمه ییز او بین المللي کیدل د افغانستان د ستراتیجیک جغرافیايي موقیعت محصول دی.
که د افغانستان د تیرو ۴۵ کلونو سیاسي پرمختګونه مونږ د جنوبی اسیا د یوه بل وروسته پاتې هیواد نیپال له پرمختګونو سره مقایسه کړو نو دا خبره به جوته شي چې په دغو څلور نیمو لسیزو کې د نیپال داخلي ګډوډي له افغانستان نه کمه نه وه، خو چون د نیپال ګاونډیانو هند او چین د دغه هیواد په داخلي چارو کې په لاسوهنه کې دلچسپي نه درلوده او نه هم غرب کومه علاقه یا ګټه لرله نو د نیپال مسایل تر داخل پورې محدود پاتې شول.
که څه هم په افغانستان کې د روسي پوځ د اشغال په ضد د افغانانو د ازادۍ مبارزه برحقه او مشروع مبارزه وه، خو په دې جنګونو کې ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران او غربي هیوادونو خپلې اجنداوې لرلې او اوس یې هم لري، نو ځکه افغانستان کې جنګونه مرموز پاتې شوي او پاتې کیږي او اصلي اهداف یې ډیر وروسته ښکاره کیږي، په دې نویو جنګونو کې د پاکستان او ایران واکداران په افغانستان خپله غلبه تامینول غواړي او غرب هم ل روسیې او چین سره د نوي ساړه جنګ په ترڅ کې د هژمونۍ په جګړه کې له افغانستان یو ځل بیا ګټه پورته کول غواړي.
د دوحې د معاملې له لارې د یوې نیابتي ملیشې په توګه د طالبانو په افغانستان کې د پچکاري کیدلو هدف په دې سیمه کې یوه عظیمه بې ثباتي مینځ ته راوستل دي، تر څو چین د کمر بند او د لارې خپله لویه بین المللي پروژه پلې نه کړی شي، ځکه چې د چین دغه پروژه د امریکا په مشرۍ د غرب تر غلبې لاندې له نړیوال نظام سره د سیالۍ لپاره د یوه بل نړیوال نظام اساس تشکیلوي، نو ځکه غرب هرو مرو د دغې پروژې مخه نیول غواړی .
لکه چې موږ په تیرو یو څو کلونو کې وکتل، په سیمه کې د یوې نوې جګړې د پیلولو په لوبه کې تر ټولو فعال تروریستي لوبغاړي تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پياو داعش دي.
ټي ټي پي د افغان طالبانو د وجود برخه ده او په ۲۰۰۷ کې د دې بیل سازمان جوړیدل د پاکستان د استخباراتي لوبو د ضرورت په اساس شوي وو تر څو دوی ته پاکستان کې د ننه د ډیورانډ کرښې سره جوختې ځینې سیمې وسپارل شي او دوی هلته د افغان طالبانو کوربتوب وکړی شي.
پر کابل د طالبانوواکمنیدو سره د ټي ټي پي ځواکمنېدل یوه طبعی خبره وه، پاکستان که څه هم د ټي ټي پي په مورد کې افغان طالبانو ته ګوته نیسي، خو د دې خبرې وضاحت نه کوي چې سره د دې چې ټي ټي پي په څرګند ډول د ډیورانډ کرښې په شرق کې د سیمو د اشغال پلان درلود، نو پاکستاني جرنیلانو ولې د خبرو په نوم د ټي ټي پي زرګونو وسلوالو ته د پاکستان د ننه راتګ او مېشتېدو اجازه ورکړه ؟ د پاکستان اوه لکه پوځ څنګه د هغوی مخه ونه نیولی شوه ؟
په واقیعت کې د دغې نوې جګړې په لوبه کې پاکستاني جنرالان، طالبان او داعش درې واړه لوبغاړي دي او خپل خپل نقش تر سره کوي.
د ټي ټي پي پاکستان کې ځاې په ځاې کیدل د یوه نوي جنګ د پیل لپاره لازم و، چین او روس هم په دې لوبه پوهیږي او نه غواړي چې له طالبانو سره په پوځي توګه په تصادم کې راشي او خپلو رقیبانو ته د یوه بل جهاد د پیلولو جواز په لاس کې ورکړي.
په خاصه توګه چین خواري کوي چې له طالبانو سره اقتصادي اړیکې ټینګې کړي او دومره احتیاط کوي چې د مارچ په شپاړسمه نیټه د ټي ټي پي له خوا په وزیرستان کې د پاکستان په پوځ د حملې غندنه یې ونه کړه او نه یې په افغانستان کې د پاکستان د بمبار مرسته وکړه، خو که طالبان له چین سره نزدې کیږي نو داعش به ورباندې مرګوني ګوزارونه پیل کړي.
داعش پاکستان او افغانستان کې په چینایانو او روسانو حملې کوي، پاکستان او د طالبانو لپاره د یوه بل نه فاصله اختیارول د دواړو ضرورت دی، ځکه چې پاکستاني جنرالان تل دا خبره ردوي چې طالبان یې پاللي او روزلي دي.
له بلې خوا طالبان هم دې ته اړتیا لري چې خپل استقلالیت زباد کړي، خو داسې خبرونه هم شته چې د ځینې غربي هیوادونو نماینده ګانو او د پاکستاني استخباراتو صاحب منصبانو لږ وخت وړاندې په استانبول کې د ځینې افغان جنګ سالارانو سره خبرې کړې، چې هغوی ته د طالبانو په ضد فعالیت لپاره په پاکستان کې پټنځي ورکړي، که داسې وشي نو په هغه صورت کې به د پاکستان او افغانستان تر مینځه ترینګلتیا یوې نوې او خطرناکې مرحلې ته داخله شي .
یادونه: پورته مقاله د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.