‏طالبان: له ایران او پاکستانه تر زرو زیات کډوال په خپله خوښه او جبري توګه راستانه شول

AP ۱۴۰۳ وری ۸

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدوکو چارو وزارت په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې له ايرانه یو زر او ۷۱۶ کډوال د وري په ۷مه نېټه د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د هرات د اسلام کلا د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې ‏چې ۵۱۸ تنه یې اړمن پېژندل شوي او د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ور وپېژندل شوي دي.
د دغه امریت په وینا، ۶۷ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د موندنې په ‏موخه وارچایلډ موسسې ته سپارل شوي دي.
د دغه وزارت د یوه بل خبر له مخې، لسګونه کډوال په جبري توګه له پاکستانه ستانه کړای شوي دي.
‏دغه وزارت لیکلي، چې ۹۸ افغان کډوال د وري په ۷مه د تورخم له لارې خپل هېواد ته په جبري توګه راستانه کړای شوي دي.
‏د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، ۱۹ کورنۍ چې ټولټال ۹۸ کسان کېږي په جبري توګه له پاکستانه راستنې شوې او د کډوالۍ ‏ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوې دي.
تېره ورځ د بښنې نړۍوال سازمان د اندېښنې په څرګندولو سره په اېکس پاڼه لیکلي و، چې د پاکستان حکومت له‌خوا د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام به د ډېریو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې په پاکستان کې د افغانانو د پناه غوښتنې او بیا مېشتېدنې قضیې ګړندۍ کړي.
د دې ترڅنګ دغه سازمان ویلي، چې د پاکستان حکومت باید ډله‌ییزه اېستنه ودروي او د بشري حقونو نړۍوال قانون سره سم دې د کډوالو حقونه خوندي کړي.
له بل پلوه پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په خپل یوه خپور شوي راپور کې لیکلي و، د پاکستان دولت د دغه هېواد پولیسو ته ویلي چې د افغان کارت لرونکو کډوالو د اوسېدو سیمې دې ژر تر ژره مالومې کړي.
پاکستاني چارواکو ویلي، چې د دوی د پرېکړې له مخې به د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو هم پیل شي.
تر دې وړاندې بیا پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳ زرو او ۵۰۶ ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.

نور خبرونه

رادیو