د یوناما مرستیال:پاکستان باید افغانانو ته کافي وخت ورکړي او په زور اېستلو ته یې اړ نه باسي

AP ۱۴۰۳ وری ۸

د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير په کابل کې د یوناما د بشري چارو له مرستیال او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او پراختیايي ټولنې له مشر اندریکا راتوت او مل پلاوي سره یې وکتل.

د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو مرکز په خپره شوې خبرپاڼه کې د ښاغلي راتوت له قوله لیکلي، چې تېر کال د هرات له زلزله ځپلو او له پاکستانه د را اېستل شویو افغانانو سره د ملګرو ملتونو مرستې مهمې وې.
‎ښاغلي اندريکا راتوت زیاته کړې، په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو په موخه له مرستندویه هېوادونو څخه د ۳ مېلیارده ډالرو د غوښتنې تر څنګ پلان لري چې د ظرفیت لوړولو په برخه کې هم ۲ مېلیارده ډالر مرسته وغواړي.
‎نوموړي له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو دویمې لړۍ پېلېدو ته د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، په پاکستان کې مېشتو افغانانو ته باید خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره کافي وخت ورکړل شي او په زور وېستلو ته اړ نه کړل شي.

هغه له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت چلند ناسم او د بشري مرستو پر وړاندې خنډ وباله.

ښاغلي اندریکا راتوت د کډوالو په اړه د کابل او اسلام اباد ترمنځ په خبرو اترو د ټېنګار تر څنګ وویل، نوموړی به په نږدې راتلونکې کې پاکستان ته سفر وکړي او د دغه هېواد له چارواکو سره به د افغان کډوالو په اړه خبرې وکړي.
‎خبرپاڼې د کاسا زر سیمه‌ییزې پروژې په اړه د نوموړي له قوله لیکلي، په افغانستان کې له پانګونې ملاتړ کوي او د اقتصادي ودې لپاره له افغان او نړۍوالو اړخونو سره خبرې کوي؛ چې په افغانستان کې بانکي خنډونه لرې شي.
‎د خبرپاڼې له مخې په کابل کې د یوناما د بشري چارو مرستیال د دوحې راتلونکې ناستې ته په اشارې سره ویلي، دوی به د دغې ناستې له لارې د طالبانو لاسته راوړنې له نړۍوالو سره شریکې کړي.
‎د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم په دغې لیدنه کې ویلي، چې د پرله پسې وچکالۍ له امله افغانان بشري، پراختیايي او د ظرفیت لوړولو په برخه کې مرستو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړې، په اوسني وضعیت کې له پاکستانه د افغانانو اېستل د مرستې رسولو پروسه او بشري حالت زیانمنوي او ټینګار یې وکړ، چې باید له کډوالو څخه سیاسي ګټه وانه خیستل شي.
هغه په دغې لیدنه کې له اسیا پراختیایي بانک او نورو بنسټونو هم غوښتي، چې په افغانستان کې دې خپلې نېمګړې پروژې بشپړې کړي.

نور خبرونه

رادیو