د طالبانو کډوالو وزارت:له‏ ‏ایرانه تر زرو زیات کډوال په خپله خوښه او جبري توګه راستانه شول

AP ۱۴۰۳ وری ۷

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په ايران کې مېشت یو زر او ۵۴۸ افغان کډوال د وري په ۶مه نېټه د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د هرات د اسلام کلا د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۳۷۶ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.
له بل پلوه په دغو راستنو شویو کډوالو کې ۵۷ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه ‏وارچایلډ موسسې ته ورپېژندل شوي دي.

له بل پلوه د بښنې نړۍوال سازمان په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې د پاکستان د حکومت له‌خوا د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام به د ډېرو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د پناه غوښتنې او بیا مېشتېدنې قضیې ګړندۍ کړي.

نور خبرونه

رادیو