ډان ورځپاڼه: پولیسو ته امر شوی، چې د افغان کارت لرونکو کډوالو اېستلو ته دې چمتوالی ونیسي

AP ۱۴۰۳ وری ۷

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په خپل پروني راپور کې لیکلي، د پاکستان دولت د دغه هېواد پولیسو ته ویلي چې د افغان کارت لرونکو کډوالو د اوسېدو سیمې دې ژر تر ژره مالومې کړي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې د دوی د پرېکړې له مخې به د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو هم پیل شي.

ډان ورځپاڼې د خپلو سرچېنو له قوله لیکلي، پاکستاني پولیسو ته سپارښتنه شوې چې د کارت لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو ځایونه دې په نښه کړي.

د نړۍوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، شاوخوا ۲.۱۸ مېلیونه افغان کډوال د کډوالۍ کارټونه لري چې له هغې ډلې ۱.۳ مېلیونه خلک (پي او ار) یا د کډوالو د راجسټرېشن کارټونه او ۸۸۰ زره نور کسان په پاکستان کې د لنډمهاله اوسېدنې (اې سي سي) کارټونه لري.

یو پاکستاني چارواکي چې نوم یې په راپور کې نه دی یاد شوی ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ښايي د اوړي په پیل یا نیمايی کې پیل شي.

دغه چارواکي دا هم ویلي، دوی به د کډوالو د اېستلو په دویم پړاو کې هم کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکوي چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

پاکستان د تېر کال په نومبر میاشت کې د بې اسناده کډوالو د اېستلو پرېکړه وکړه او د بې اسناده کډوالو تر څنګ یې ډېر هغه کډوال هم له خپلې خاورې واېستل، چې د کډوالۍ کارټونه یې لرل.
تر اوسه د ځینو راپورونو له مخې تر پنځو لکو زیات افغان کډوال له دغه هېواده اېستل شوي او د ننه په افغانستان کې د وزګارتیا او بې‌کورۍ له امله ستړې ستونزې ګالي، چې دا لړۍ لا هم روانه ده.

څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې دوی له پاکستاني چارواکو سره په خبرو لګیا دي چې د دغې لړۍ د پیلېدا مخه ونیسي؛ خو داسې ښکاري چې پاکستان د تېر په څېر د نړۍوالې ټولنې پر دغو غوښتنو به هم غوږ و نه ګروي.

نور خبرونه

رادیو