څلور اړخیزې نړۍوالې سیالۍ؛ د افغانستان فوټسال لوبډلې اسټرالیا ته د ۵-۴ په توپیر ماتې ورکړه
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په څلور اړخیزه نړۍوالو سیالیو کې اسټرالیا لوبډلې ته پنځه د څلورو پر وړاندې ماتې ورکړه. دغه لوبه پرون د دوشنبې په ورځ د (وري په شپږمه نېټه) په ټایلند کې ترسره شوه.
افغانستان د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې پر اسټرالیا څلور ګولونه وهلي وو او اسټرالیا یوازې یو ګول وهلی و؛ خو په دویمه پاڼۍ کې اسټرالیا د درېیو ګولونو په وهلو سره لوبه مساوي کړه؛ خو مهدي نوروزي د لوبې په وروستیو شېبو کې پنځم ګول هم وواهه او لوبه افغانستان وګټله.