ملګرو ملتونو د طالبانو د مشر د خبرو په غبرګون د ښځو د حقونو په ټينګښت ټينګار وکړ

AP ۱۴۰۳ وری ۷

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند ویاند مرستیال په افغانستان کې د شرعي حدودو د پلي کولو په اړه د طالبانو د مشر ملا هبت الله وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود.

فرحان حق ټينګار کوي، چې دغه سازمان په افغانستان کې د ښځو د حقونو د برابرۍ د ټینګښت په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
نوموړي تېره ورځ په نیویارک کې د یوې خبري غونډې پرمهال د ملا هبت الله په وروستیو څرګندونو ناهیلي وښوده.
د ملګرو ملتونو یاد چارواکي وویل: «مونږ له ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند په اړه په ځلونو خپله اندیښنه څرګنده کړې ده او د طالبانو ددغه دریځ د بدلېدو غوښتونکي یو.»
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند ټينګار وکړ، چې دغه سازمان په افغانستان کې د ښځو پروړاندې د بندیزونو د لغوه کولو په برخه کې پر طالبانو خپلو فشارونو ته دوام ورکوي.
په افغانستان کې د شرعي حدودو د پلې کولو په اړه د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده وروستیو څرګندونو ډېر غبرګونونه راپارولي دي.
د طالبانو مشر په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې تر دې وروسته به ښځو ته په عام محضر کې سزا ورکړل شي.
هبت الله زیاته کړې ده، چې د طالبانو کار د کابل په نیولو سره خلاص شوی نه دی، بلکې اوس شروع شوی دی.

نور خبرونه

رادیو