د طالبانو کډوالو وزارت: له پاکستانه څه باندې ۱۰۰ افغان کډوال راستانه کړل شوي

AP ۱۴۰۳ وری ۶

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستانه ۱۰۷ افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي.

ويل کیږي، دغه کډوال پر ډيورنډ کرښه د تورخم دروازې له لارې افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د دوشنبې ورځ د (وري شپږمه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۷ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې هېواد ته په زور راستنې کړل شوې دي.

یاد وزارت ویلي دغه کډوال په دوو جوپو کې د وري میاشتې په څلورمه او پنځمه نېټه له پاکستانه په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.

کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.

د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ۱۴۰۲ کال کې له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته یونیم ميلیون کډوال راستانه شوي دي.

په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳ زرو او ۵۰۶ ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.

نور خبرونه

رادیو