د خوړو نړېوال پروګرام: افغانستان کې مو ښځو ته د خیاطۍ له لارې کاري چاپېریال برابر کړی
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/2ba3d4ce64156c925ebc0a3f46be0ce792293515-997x721.jpg?rect=0,81,997,561&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د خوړو نړوال پروګرام د افغانستان څانګه وايي، چې یو شمېر ښځو ته یې په دغه هیواد کې د خیاطۍ له لارې کاري فرصتونه برابر کړي. دغه اداره وايي، هدف یې دا دی چې په افغانستان کې د ښځو بد اقتصادي حالت ته په کتو دوی ته کاري فرصتونه رامنځته کړي.
د خوړو نړېوال پروګرام د افغانستان څانګې نن دوشنبه د (وري شپږمه) نیټه په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې داسې مهال چې د ښځو لپاره اقتصادي فرصتونه کم دي، دغې ادارې په یاد هېواد کې د ښځو لپاره د خیاطۍ روزنیز پروګرامونه پیل کړي.
دغه سازمان وايي، چې د داسې پروګرامونو هدف په افغانستان کې د ښځو لپاره کاري فرصتونه برابرول او په اقتصادي برخه کې د دوی په پښو درېدل دي.
د دغې ادارې په ایکس پاڼه په یوه خپره شوې ويډیو کې د جمعه ګلې په نوم يوې خیاطې میرمنې ويلي، «خاوند مې وزګار دی کار نه لري او بې وزلی دی، د دغې ادارې یې کور ودان چې مرسته راسره کوي او خیاطي یې هم را زده کړه. د کور خرڅ مو هم راکوي.»
د افغانستان د ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د کب په شلمه نېټه ویلي و، چې افغانستان د طالبانو د افراطي سیاستونو له امله په کال کې څه باندې یو میلیارډ ډالر له لاسه ورکوي.
د روان کال په غبرګولي میاشت کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام اټکل کړی و، چې یوازې پر ښځو د طالبانو بندیزونه د افغانستان اقتصاد ته له ۶۰۰ میلیون څخه تر یو میلیارډ ډالرو پورې زیان رسولی دی.
افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې د نجونو پر ټولو روزنیزو چارو او د ښځو پر کار کولو بندیزونه لګولي دي.