د ښځو د حقونو ملاتړې: په افغانستان کې د حقوقي بنسټونو نه شتون کورني تاوتريخوالي زيات کړی

AP ۱۴۰۳ وری ۵

د افغان ښځو او بشري حقونو ملاتړ کوونکي او فعالاني وايي، چې په افغانستان کې د حقوقي، قضايي او عدلي سیسټمونو نه شتون د ښځو پر وړاندې کورني تاوتريخوالي زيات کړي دي.

په تېره يوه اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د کورني تاوتريخوالي له امله ۶ وژل شوي دي.

د کندهار په مېوند ولسوالۍ کې تېره ورځ د (وري ۴مه) د کورنۍ د جنجال له امله يوه مېرمن وژل شوې.

په کندهار کې د طالبانو امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په يوې خبرپاڼه کې ويلي: « یو کس دوې مېرمنې لرلې د کورني اختلافاتو له امله د يوې مېرمني زوی د پلار دويمه مېرمن په ډزو ويشتلې او وژلې ده.»

طالبان وايي؛ د بريد کوونکي کس د نیولو هڅې رواني دي.

وژل شوې مېرمن د ۶ اولادونو مور وه.

یوه اونۍ وړاندې د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې هم يوې مېرمنې ځان وژلی.

طالبانو ويلي، چې انجلۍ عصابي ناروغي لرل؛ خو د سيمو خلکو بيا ويل، چې کورنی جنجال و.

څلور ورځې مخکي د ننګرهار په کوز کونړ کې هم يوې ښځې ځان وژلی و، چې ننګرهار کې د ځان وژونکې ښځې بدلنۍ هم د هغې د غچ اخیستو په بدل کې د خسر او لېور له لوري وژل شوه.

دوې ورځې وړاندې په ننګرهار کې په يوې جلا پېښه کې يو کس خپله مېرمن او انګور وژلي وه.

دې ټولو پېښو ته په اشارې د ښځو ملاتړې او فعالانې وايي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسېدو د ښځو په وړاندې ستونزې او دا ډول وژنې زياتې شوې دي.

طالبان تر ډېره د ښځو د وژنو دا ډول پېښو ته د عصبي ناروغيو نوم ورکوي او غواړي په همدې دول له مسووليته ځان خلاص کړي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په خپل تازه بیان کې د ښځو اړوند ويلي، چې «له دې وروسته به ښځو ته په عام محضر کې سزا ورکړو.»

هغه وايي؛ دوی به له دې وروسته په عملي ډول شریعت پلی کړي.

ملا هبت الله په يوه غږیزه وينا کې ويلې: «موږ د الله حدود نافذوو، تاسې (لوېدیځوال) به واياست، چې دا د ښځو حقوقو پایماله کېدل دي، چې په ډبرو یې ولئ. سبا به موږ د زنا حد تطبیقوو په عام محضر کې به یې په ډبرو ولو او یا به ښځې په دورو وهو، دا ټول ستا د ډيموکراسي خلاف دي. په دې هر یوه به ستا سره مقابله کوو.»

د ښځو فعالانې د ښځو د غږ نه اورېدل، حقوقي او عدلي ادارو ته نه پرېښودل او د دوی ستونزو ته نه لاس رسی د کورني تاوتریخوالي لامل بولي.

د بشري حقونو ملاتړې او د ښځو فعاله نظيفې جلالي د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې په افغانستان کې د ښځو په وړاندي د روان وضعت په اړه اندېښنه وښوده او زياته یې کړه، چې افغان مېرمني حقوقي، عدلي او د ستونزو د حل رسولو لپاره هېڅ بنسټ او ادارې ته لاس رسۍ نه لري.

د جلالي په خبره، چې د همدې امله د کورني تاوتريخوالي پېښې زياتي شوي دي.

هغه زياتوي: « افغان مېرمني حقوقي، عدلي او قضايي ادارو ته لاس رسۍ نه لري، طالبان چې په د ښځو حقونو ورکولو ته د اسلامي چوکاټ نوم ورکوي، دا هم په اسلام سره په ټکر کې دي.د ښځو په وړاندي روان وضعت د اندېښنې وړ دی.»

د اغلي جلالي په خبره؛ په لېرو پرتو سيمو کې د ښځو د تاوتريخوالي موضوعات خورا زيات دي، چې تر ډېره ورته رسنۍ لاس رسی نه لري.

د تېر جمهوريت پر مهال د ښځو اړوند وزارت، د بشري حقونو ادارې او د ښځو د ملاتړ بنسټونه فعال او تر ډېره به يې د ښځو د ستونزو او تاوتريخوالي قضيې څېړلې، چې اوس مهال طالبانو دا ټول بنسټونه بند کړي دي.

دامهال د طالبانو په شتون او يوې نرواکه ټولنه کې د ښځو د تاوتريخوالي د پېښو مخنيوي ته لاس رسی او غږ اورېدل تر بل هر وخت سخت شوي دي.

نور خبرونه

رادیو