پخوانی لوی څارنوال: طالبان د مېرمنو پر وړاندې د جنسي اپارتاید برنامه مخې ته وړي

AP ۱۴۰۳ وری ۵

د پخواني جمهوري دولت لوی څارنوال فرید حمیدي د افغانستان انټرنشنل - پښتو په سپړنه خپرونه کې وویل، چې طالبان د یوې ځانګړې برنامې له مخې د مېرمنو پر وړاندې جنسي اپارتاید کوي.

ښاغلي فرید حميدي د طالبانو د مشر ملا هبت الله وروستي پیغام ته په اشارې سره وویل، چې دغه ډله پر مېرمنو د فشار راوړلو په وسیله غواړي چې له نړۍوالو سره تعامل وکړو.

د نوموړي په خبره، چې د ملا هبت الله وروستی پیغام یو سیاسي ارزښت لري او غواړي، چې له دې لارې نړۍوالې ټولنې ته دا پیغام وړاندې کړي، چې که ورسره تعامل ونه شي؛ نو دوی پر مېرمنو لا هم بندیزونه سختولی شي.

د حمیدي په خبره، چې د ملا هبت الله پیغام یو اړخ دا هم و، چې خپلو ځواکونو ته وښيي، چې دوی لا هم په خپل پخواني دریځ ولاړ دي.

هغه زیاته کړه: "له دې پیغامه دا هم ښکاري، لکه دوی چې تر اوسه پورې اسلام نه وي تطبیق کړي او اوس بیا له سره د اسلام د عملي کېدا ژمنه کوي".

پخوانی لوی څارنوال وايي، چې په افغانستان کې د جنسي اپارتاید موضوع باید لا درسته تعریف شي او په نړۍوال کچ د دغې مسالې لپاره مرجع او سزا وټاکل شي.

نوموړي وايي، چې طالبانو پخوا مالیات غیراسلامي بلل؛ مګر اوس یې په ډېر شدد او جبر نه یوازې دا چې د خلکو اقتصادي وضعیت په پام کې ونیول شي له خلکو مالیه اخلي.

د حمیدي په خبره، چې د طالبانو واکمني پر ظلم ولاړه ده او دوام یې ناشونی دی.

د طالبانو مشر ملا هبت الله په خپل وروستي غږیز پیغام کې لویدیځ ته ګوتڅنډنه کړې او ویلي یې دي، چې نوموړی د خدای په نماینده ګۍ پر خلکو شرعي حدود عملي کوي.

نوموړي په عام محضر کې مېرمنو ته د سزا د ورکړې خبر هم ورکړی دی.

نور خبرونه

رادیو