طالبان:‏ تر ۲۰۰ ډېر افغان کډوال له پاکستان او ایرانه په خپله خوښه او جبري توګه راستانه شول

AP ۱۴۰۳ وری ۴

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې ۱۳۰ افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه د وري په دویمه نېټه د هرات د اسلام کلا لارې له ایرانه ستانه شوي دي.

د اسلام کلا د سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، د دغو کډوالو له ډلې چې کورنۍ او مجردان هم پکې شامل دي ۹۳ تنه یې اړمن پېژندل شوي دي.
د دغه امریت په وینا، دغه کسان د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي وو چې خوراکي او غیرخوراکي مرستې یې ترلاسه کړې دي.
‏دغه امریت زیاته کړې، چې په دوی کې ۲۴ تنه بې سرپرسته ماشومان «وار چایلډ» موسسې ته د هغوی د کورنۍ د پېژندلو په موخه ورمعرفي شوي دي.
د دغه وزارت په یوه بل خبر کې راغلي، چې لسګونه افغان کډوال د تورخم له لارې په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.
دغه وزارت ویلي، چې د وري په ۲مه او ۳مه نېټه ۹۶ افغان کډوال د تورخم له لارې په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د مالوماتو له مخې، دغه ۱۹ کورنۍ چې ټولټال ۹۶ کسان کېږي په جبري توګه له پاکستانه ستنې کړای شوې او د طالبانو د کډوالو ریاست سره تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوې دي.
ورته مهال تېره ورځ د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي و، د وروستیو شمېرو له مخې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۲۴مې پورې نږدې ۵۲۵۰۰۰ افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته راستانه شوي، چې ډېری یې بې اسناده وو.
دغه سازمان همدارنګه ویلي، چې د راپورونو له مخې د ۲۰۲۴کال په اپرېل کې د ستنېدونکو یوې بلې لړۍ لپاره چمتووالی نیسي.
تر دې وړاندې بیا پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳زرو او ۵۰۶ ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.
له بل پلوه د طالبانو او پاکستان ترمنځ له وروستیو ترینګلتیاوو وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پنجاب حکومت ته امر کړی، چې د اپرېل له ۱۵مې نېټې څخه د هغو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ هم پیل کړي، چې د کډوالۍ ځانګړي اسناد لري.
پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز د یو شمېر سرچینو په حواله (د کب په ۲۸مه) راپور خپور کړی و، چې د وفاقي داخله وزارت سکرتر افتاب دراني په یوې انلاین غونډه کې د پنجاب د کورنیو چارو وزیر نورالامین او نورو چارواکو ته ویلي، چې د کډوالۍ د ځانګړو اسنادو درلودونکو افغانانو د اېستلو لړۍ باید د اپرېل میاشتې په ۱۵مه نېټه پیل شي.
تر دې وړاندې د پاکستان پخواني لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي و، چې د کډوالو پر وړاندې دغه پرېکړه سمه وه او راتلونکی حکومت باید دغه لړۍ روانه وساتي چې اوس هم دغه لړۍ روانه ده.

نور خبرونه

رادیو