م.م کې د افغانستان لپاره د ښځو برخې استازې: د افغان نجونو ځای په ښوونځي کې دی
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/ff01d22e768eb681e5b508154a08db126da37a2e-8368x5584.jpg?rect=0,439,8368,4707&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان لپاره د ښځو برخې استازې په درسي ټولګیو کې د افغان نجونو پر حضور ټینګار کړی دی. الېسون داویډیان ویلي، چې د افغان نجونو زدهکړه د افغانستان لپاره د روښانه راتلونکې د دروازو د خلاصون کېلي ده.
هغې د طالبانو لهخوا د نجونو پر زدهکړو د بندیز د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.
تر دې وړاندې یونیسېف اعلان کړی و، چې په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال په پیلېدو سره له شپږم ټولګي پورته ۱.۴ مېلیونه نجونې له زدهکړو محرومې شوې دي.
طالبانو چهارشنبه د وري په لومړۍ نېټه د ښځو او نجونو پرته د ښوونځي زنګ په کړنګولو سره نوی ښوونیز کال پیل کړ.
تر ۹۰۰ ډېرې ورځې کېږي، چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته نه دي تللې.
د افغانانو او نړۍوالې ټولنې په وار، وار غوښتنو سره طالبانو له شپږم ټولګي څخه د پورته او پوهنتونونو دروازې د نجونو لپاره تړلې دي.