د کډوالۍ نړۍوال سازمان: د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۲۴مې ۵۲۵۰۰۰ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي

AP ۱۴۰۳ وری ۳

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، د وروستیو شمېرو له مخې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۲۴مې پورې نږدې ۵۲۵۰۰۰ افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېرو یې اسناد نه لرل.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغو ستنو شویو کسانو له ډلې په اغېزمنو شویو کسانو کې ۸۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.
دغه سازمان همدارنګه ویلي، چې د راپورونو له مخې د ۲۰۲۴کال په اپرېل کې د ستنېدونکو یوې بلې لړۍ لپاره هم چمتووالی نیسي.
‏دغه سازمان وایي، چې د ۲۰۲۴کال تر فبرورۍ میاشتې پورې یې له ۴۱۸۰۰۰ څخه زیاتو افغان کډوالو ته چې د سپین بولدک او تورخم له لارو راستانه شوي وو، بشري مرستې چمتو کړې.
له بل پلوه پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر ۵۱۳ زره او ۵۰۶ تنو ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ له وروستیو ترینګلتیاوو وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پنجاب حکومت ته امر کړی، چې د اپرېل له ۱۵مې نېټې څخه د هغو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ هم پیل کړي، چې د کډوالۍ ځانګړي اسناد لري.
پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز د یو شمېر سرچینو په حواله (د کب ۲۸مه) راپور خپور کړی، چې د کورنیو چارو افاقي وزارت سکرتر افتاب دراني په یوې انلاین غونډه کې د پنجاب د کورنیو چارو وزیر نورالامین او نورو چارواکو ته سپارښتنه کړې، چې د کډوالۍ د ځانګړو اسنادو درلودونکو افغانانو د اېستلو لړۍ باید د اپرېل د میاشتې په ۱۵مه نېټه پیل شي.
تر دې وړاندې د پاکستان پخواني لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي و، چې د کډوالو پر وړاندې دغه پرېکړه سمه وه او راتلونکی حکومت باید دغه لړۍ جاري وساتي چې اوس هم دغه لړۍ روانه ده.

نور خبرونه

رادیو