شننه؛ پاکستانی ګواښ او تر ګونډو لاندې ملت
د جنوبي اسیا د ستراتېژیکو مطالعاتو يوه متخصص ویلي و: « پاکستان پیاوړی پوځ، منظم دولتي جوړښت او لوی اقتصاد لري، خو ملت نه لري.
افغانستان بیا نه پاېیدونکي دولتونه لري، نه پیاوړی پوځ او نه هم ښه اقتصاد، خو دغه هېواد یو پیاوړی ملت لري، ځکه خو پاکستان ترې ویریږي او تل یې د بې ثباتۍ په لټه کې دی.»
ښايي پاکستان د زېږېدو له لومړۍ ورځې راپه دېخوا په دغه راز پوهېده او – د انګریز په لارښوونه – یې د افغانستان د بېٍثباتۍ لپاره پيچلي پلانونه طرحه کړل، مدرسې یې تاسیس او اسلامي بنسټپالې ملیشې یې جوړې کړې، دوی ته انګریز په غوږ کې ورڅڅولي وو، چې د افغانستان د بېثباتي کیلي هلته د مذهبي او عقدتي شخړو راپیلول دي. پاکستان تر ټولو پیاوړی او تاریخي روایت Narrative راوپنځاوه : «اسلام په خطر کې دی!»دغه روایت کار وکړ او افغانان یې یو د بل وژلو ته راوپارول.
د پاکستان تر جوړېدو وروسته، څو ځلې دغه جعلي پوځي چوڼی له راړنګېدو سره مخامخ شوه، خو هرځل په افغانستان کې داسې واکمن و، چې یا یې نه غوښتل او یا پرې نه پوهېدل، چې څنګه خپله تاریخي خاوره راخپله او پاکستان د تاریخ دوزخ ته ورټېل وهي.
یوه له داسې تاریخي دورو همدا اوس راپېښه ده.پاکستان د خپل تاریخ په تر ټولو بد حالت کې دی. اقتصادي کړکېچ، په کور دننه سیاسي دوښمنۍ او ویش، د پوځ د مصنوعي پرستیژ ماتېدل، امنیتي بېثباتي او نړۍواله انزوا یې لوی شاخصونه دي، له بلې خوا ښايي د هغې نړۍوالې اړتیا لپاره چې پاکستان د دویمې نړۍوالې جګړې تر پای ته رسېدو وروسته او د ښکېلاکي زمانې په پای کې جوړ کړل شوی و، هم مخ په پوره کېدو ده او دا شونې ده، چې نور نو د پانګوالو ستراتيژيستانو لپاره پاکستان په دغه بڼه پکار نه وي.
خو په خواشینۍ سره چې په همدې کړکېچن حالت کې هم پاکستان پر افغانستان رابلوسي او پکتیکا، خوست او کونړ بمباروي.
پر افغانستان واکمنو د پاکستاني مدرسو فارغانو هم د داخلي مصرف لپاره څه لوڅې پوڅې وکړې، خو مه دې شه، ځکه په دې ټوله لوبه کې د افغانستان ملت ـ هغه څه چې پاکستان ورڅخه تر بل هر څه زیات ډاریږي – بې مشره، بې برخلیکه، بې مدیریته او په فکري تشه کې پاتې دی. د پاکستان بخت ستوری ځکه ځلیږي، چې پر افغانستان د رابلوسېدو پرمهال یې یوازې د خپلو مدرسو او د احسانونو پوروړي واکمن په وړاندې درېدلي، هغوی چې د افغانستان ملت دوی ته او دوی ملت ته شا ورګرځولې ده.
هېچا دغه ملي شعور راویښ نه کړلای شو، چې پاکستان څه غواړي او د دغو بمباریو تبعات څومره ګواښمن دي؟
ولس له مستبدو واکمنو د خپلو لوڼو د تعلیمي محرومیت، ولږې، سختګیرۍ او تعصب، وزګارۍ او د نفی و انحصار سیاستونو په خاطر غوسه او خواشینی دی. بلخوا عامه افکارو په کلکه دا منلې، چې پاکستان او د پاکستاني مدرسو فارغ واکمن هېڅکله یو د بل دوښمن کېدلای نه شي او دا ډز و ډوز یو زرګري او مدیریت شوی جنګ دی، چې لوی هدف یې د افغانستان لاندې کول او په مجموع کې پښتانه له پښو غورځول دي.
پاکستان ټولو پښتنو ته د خپلو ستراتيژيکو دوښمنانو په سترګه ګوري او بس هرچېرته چې د پښتانه ترمنځ شخړې و جګړې وي، نو دی یې پخپله ګټه بولي.
د پښتنو په جنګولو کې د پاکستان شعار دا دی، چې : « زه هرطرف که شود کشته، خیر پاکستان است!»
سپین بیرغ د تور بیرغ په ضد، شمالي وزیرستان د جنوبي، داوړ د وزیر، وزیر د مسید، پښتون پولیس و خاصه دار د پښتون طالب او پښتون طالب د پښتون فوجي، ملا فضل رحمن د نشنلیانو، نشنلیان د محمود خان، محمود خان د عمران خان، جیش د سپاه او سپاه د جمعیت په ضد جنګوي او دا ټول بیا د ریښتینو مبارزینو ( د پښتون ژغورنې غورځنګ) په وړاندې لمسوي، چې تکفیر یې کړي. بس لوبه یې ګرمه کړې او پښتون په پښتون وژني. په پنجاب و سېند کې کراره کراري ده، بربنډې ښځې په جوماتونو کې ناڅي او پوځي جنرالان په غلا کړیو ډالرو ځانونو ته ماڼۍ او ټاپوګان اخلي.
پر افغانستان د پاکستان تر روستیو بمباریو روسته دا خبره راپورته شوه، چې افغانستان څه باید وکړی؟ څنګه یې باید وکړي؟
بله خبره دا وه، چې واکمنو وویل: زموږ وس همدومره دی، نور څه مو له واکه پوره نه دي.
له پاکستان سره مخامختیا او تقابل ملي تقابل دی. ملي جنګ ملتونه کوي، ډلې او حتی حکومتونه یې کړلای نه شي.د پاکستان پلندر (انګریز) په افغانستان کې د افغان ملت له خوا په ګونډو شوی دی، نه کومې اورپکې ډلې او نه هم تر اماني هغې وړاندې ورستو واکمنیو دا کار کړی دی.
د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل چې ملت و واکمني په یوه فکر او واحد دریځ له انګریز سره مخامخ شول د اعلیحضرت امان الله شاه غازي زمانه وه، چې هم استقلال وګټل شو او هم د هېواد نړۍوال پرستیژ اسمان ته وخوت.
اوس که د انګریز خلف (پاکستان) په ګونډو کول غواړو، نو دا ولاړېدنه به ملت کوي، خو له بده مرغه چې ملت تر ګونډو لاندې دی. ملت د پاکستاني مدرسو شاګردانو تر ګونډو لاندې کړی، ښوونځي و پوهنځي یې ورتړلي، واک یې له ولس څخه اخیستی، جوړ او منظم حکومت یې له پښو غورځولی، پیاوړې اردو یې ورړنګه کړې او د ملي پوځ لویه برخه حساس تجهیزات ترې پاکستان لوټلي دي.
پاکستان د خپلې محاسبې له مخې افغانستان ته د ننوتلو لپاره تر دې بل مناسب وخت موندلای نهشي. داسې ټک و ټوک یې راننوتلو ته لاره هواروي. د افغانستان ملت هسې هم تر ګونډو لاندې دی او واکمن خو ورسره له پخوا یرغمل دي.
هرڅوک که ریښتیا غواړي د پاکستان ګواښ دړې وړې کړي او د ننګرهار د تاریخي حماسې په شان یې یرغلګرې فرقې له خاورو سره خاورې کړي، باید ملت په پښو ودروي.
ملت باید د استبداد او د دین په نامه د ظلم له ګونډې لاندې وژغورل شي. هرڅوک چې پاکستان ګواښ ګڼي، باید د ملت پښو ته وغورځیږي او بښنه ترې وغواړي. د نجونو تعلیمي حق یې ورکړي، د ملت سیاسي اراده په رسمیت وپېژني او په ریښتینې مانا ولسواکي راستنه کړي.
که دا ملت سره یو شو، راپاڅېد او شعوري د پاکستان په وړاندې ودرېد، نو دا ځل به پاکستان د تل لپاره هغه ګړنګ ته وغورځيږي، چې اوس یې پرغاړه ولاړ دی.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.