د طالبانو کډوالو وزارت: له ایران او پاکستانه څه باندې ۳۰۰ افغان کډوال راستانه کړل شوي

AP ۱۴۰۳ وری ۲

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستانه ۳۵۴ افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي.

ويل کیږي، په دغو کډوالو کې ۱۸۶ کډوال له ایرانه او ۱۶۸ کډوال له پاکستانه راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې ورځ د (وري دویمه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۳۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۸ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې هېواد ته په زور راستنې کړل شوې دي.

یاد وزارت ویلي د کب میاشتې په ۲۹مه نېټه له پاکستانه ۲۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۸ تنه او د وري په لومړۍ نېټه ۱۰ کورنۍ چې د غړو شمېر ۶۰ تنه کیږي، په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.

کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.

بلخوا د طالبانو کډوالو وزارت ويلي له ګاونډي هیواد ايران څخه هم ۱۸۶ افغان کډوال چې په دوی کې کورنۍ او مجرد کسان شامل و د وري میاشتې په لومړۍ نېټه د هرات ولایت اسلام کلا له پولې څخه په خپله خوښه او زور را اړول شوي دي.

دغه وزارت وايي، په دغو راستنو شويو افغان کډوالو کې اووه تنه بې سرپرسته ماشومان هم دي چې په هرات کې د وارچایلډ موسسې ته د دوی د کورنیو تر موندولو پورې ورسپارل شوي دي.

ويل کیږي، په دغو کډوالو کې یو شمېر چې وړ پیژندل شوي ورسره ځینې نغدي او روغتیايي مرستې هم شوې دي.

د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ۱۴۰۲ کال کې له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته یونیم ميلیون کډوال راستانه شوي دي.

په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳ زرو او ۵۰۶ ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.

نور خبرونه

رادیو