بښنې نړۍوال سازمان:د نجونو پر زده‌کړو بندیز د توجیه وړ نه،بلکې له بنسټیزو حقونو سرغړونه ده

AP ۱۴۰۳ وری ۲

د بښنې نړۍوال سازمان وایي:« په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیل شو؛ خو له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو منعه شوې دي. دا د توجیه وړ نه ده او د زده‌کړې لپاره د بنسټیزو بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.»

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، طالبان باید د هر عمر نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړي او د خپلې تبعیضي تګلارې پرمخ بېولو لپاره له بې‌ځایه پلمو څخه دې ډډه وکړي.
دغه سازمان لیکلي، طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته د بشري حقونو د سرغړونو نوی پړاو پیل کړی چې اوس له دوو کلونو وروسته دغه هېواد د نه بدلېدونکي بربادۍ په څنډه کې دی.
دغه سازمان زیاته کړې، طالب چارواکو نه یوازې دا چې د افغانانو د حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د ساتنې په برخه کې خپله ژمنه ماته کړې؛ بلکې د تاوتریخوالي لړۍ یې بیا پیل کړې او له بشري حقونو څخه یې د سرغړونو لړۍ دوام لري.
په دغې خبرپاڼه کې راغلي:« په تېر یوه کال کې طالبانو په سیستماټیک ډول د بشري حقونو د ملاتړ مهم بنسټونه ړنګ کړي، د بیان ازادي، ټولنې، عادلانه محاکمه او نور حقونه یې تر فشار لاندې راستي دي.»
خبرپاڼه لیکي، چې د ښځو او نجونو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې شوي. په زرګونو افغانان په خپلسرې توګه بندیان شوي، ربړول شوي، ورک شوي او ان وژل شوي هم دي. ژورنالیستان، فعالان، د بشري حقونو مدافعین، هنرمندان، مذهبي او قومي لږکۍ له ځانګړي ګواښ سره مخامخ دي.
د بښنې نړۍوال سازمان په وینا، په افغانستان کې بشري حقونه په ټولو برخو کې تر برید لاندې راغلي دي.
دغه سازمان وایي، طالبان دې په افغانستان کې په سملاسي توګه د غچ اخیستنې او د توکمیزو او مذهبي لږکیو، ښځو او نجونو، د بشري حقونو مدافعینو، د مدني ټولنې غړیو، قاضیانو، وکیلانو، پخواني دولتي چارواکو، ژورنالیستانو او د نورو د غچ اخیستنې او بریدونو په ګډون دې د دوی پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې طالبان دې ښځو او نجونو ته د هغوی د بشپړو حقونو د برابرولو په ګډون ټولو نجونو ته د زده‌کړو او روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي او ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي.

نور خبرونه

رادیو